نیازموساخېل،کوټه
په بلوچستان کي د صحت محکمې چارواکیو ویلي،چې په صوبه کي د مستونګ او نصیرآباد په سیمه کي د ګوزڼ ۲ نوي کېسونه څرګند شوي دي،چې په دې سره یې د ناروغانو شمېره ۶۲ ته رسېدلې.
دا شمېره په تیر دوو کلو کي زیاته شوې ده او دا د پاکستان په ټولو صوبو کي د یوې صوبې تر ټولو زیاته شمېره ده.
د بلوچستان صحت محکمې سیکرټر،عصمت الله کاکړ وایي،دغه وضعې دوی له سختو پریشانیو سره مخامخ کړي دي،ولې چې له یوې خوا د ملګري ملتونو د ماشومانو اداره،یونیسېف او بلي خوا ته د صحت اداره،ډبلیو-اېچ- او په بیا بیا له دوی څخه تپوس کوي چې دوکره زیات بجټ ورکولو وروسته هم ولي وضع ورځ په ورځ په خرابېدو ده؟
عصمت الله کاکړ مشال ته په دغه اړه ووېل:٫٫یو خو دعامو خلکو له اړخه و ماشومانو ته د ګوزڼ پځ ( واکسین) نه ورکول کېږي او بل د پولیو ټیمونه هم لیرې پرتو سیمو ته په رسېدو کي بریالي شوي نه دي او یا بیا له دوي یو څه کوتاهي وشي.٬٬
د صحت محکمې سیکرټر،عصمت الله کاکړ زیاته کړه،دوي له علماوو،مشرانو،ملکانو او د ټولنې له نورو عزت منو غوښتنه کوي چې دوي د ګوزڼ په ختمولو کي له دوي مرسته وکړي.
د صحت محکمې سیکرټر دا خبره البته نه مني چې د صحت محکمه د صورتحال ذمه واره ده،دی وایي،محکمې یې ډېر کوشش او هلي ځلي کړې او ورسره یونیسېف او ډبلیو،اېچ،او خورا مرسته کړې او د دوی د دغو هڅو پایلې به هم ډېر ژر څرګنده شي.
د ګوزڼ له زیاتو اغېزمنو شویو سیمو څخه یوه د چمن سیمه ده.هلته د پولیو کمپېن چلوونکۍ عبدالوهاب اتل هم ګیله کوي چې خلک له دوي سره مرسته نه کوي٫٫ دلته مذهبي رجحانات بېخي زیات دي او خلک غلط پوه شوي چې ګني د ګوزڼ څاڅکي څه تاوان او بدې اغېزې لري.٬٬
د عبدالوهاب اتل د دې دعوې ،چې خلک مرسته نه ورسره کوي،پخلۍ د کوټي د یو ماشوم،سیف الله له خبرو کېږي.دا ماشوم چې عمر یې د ګوزڼ واکسین لپاره د عمر ۵ کالو حد نه زیات معلومېږي،وایي چې تر ننه یې څاڅکي نه دي په خوله کړي،ولي چې کله به هم د واکسین چارواکي کور ته راتلل،نو یا به مور،پلار دوي ته اجازه نه ورکوله او یا بیا به یې زه په کوټه کي بند کړم او ورته وېل به یې چې زموږ ماشومان نشته.
د بلوچستان د صحت محکمې چارواکي وایي،په صوبه کي له ګوزڼ څخه تر ټولو زیاته اغېزمنه سیمې د قلعه عبدالله،پشین او کوټه ضلعې دي.
دوی وایي،د زیاتو مذهبي رجحاناتو له وجي دوي هڅه کوي چي له دیني علماوو مرسته واخلي،ځکه خوڅو ورځط مخکي د مذهبي ګوند جمعیت علما اسلام مشر،مولانا فضل الرحمان په چمن کي د خپلې غونډي پر مهالو یوه ماشوم ته د ګوزڼ څاڅکي په ورکولو کمپین پرانستلی.