د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې په بون غونډه کې ګډون وکړي. هیلري کلنټن


 د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن

د امريکا د بهرنيوو چارو وزيرې هيلري کلنټن په پاکستان غږ کړی چې د بون په کنفرانس کې د نه ګډون پريکړه واپس واخلي خو د ناټو د هغه بريد چې ۲۴ پاکستاني پوځيان پکې ووژل شول، بخښنه ونه غوښته. پاکستان د دغه بريد له امله د احتجاج په توګه د افغانستان په اړه د دسمبر د مياشتې پر پنځمه نيټه کيدونکي بون کنفرانس کې د نه ګډون خبره کړي.

هيلري کلنټن د پاکستان په کړي پريکړې افسوس ښودلی او زياته کړي يې ده چې د پيښې په اړه به هر څومره چې زر کيدای شي، يوه هر اړخيزه څيړنه کيږي.

د بون په کنفرنس کې به د نورو موضوعاتو ترڅنګ په افغانستان کې د وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې په اړه خبرې کيږي او افغان چارواکي وايي چې په دې کې د پاکستان ګډون مهم دی.

تيره ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له وزيراعظم څخه په ټيليفوني خبرو کې غوښتي وو چې پاکستان ته د بون د غونډې په اړه په کړي پريکړه له سره غور وکړي.

په کابل کې د ناټو د لوړپوړي ملکي استازي وياند ډومينيک ميډلي هم وويل چې ناټو غواړي پاکستان راتلونکې اونۍ په جرمني کې کيدونکي د بون په غونډه کې برخه ولري.

((د بون کنفرنس د افغانستان په کوربه توب کيږي. دې غونډې ته بلن ليکونه د افغانستان حکومت ليږي او د ناټو کنفرنس نه دی. موږ د سيمې د ګټو په خاطر هيله لرو چې هر هغه چاته چې بلنه ورکړل شوي وي، په دې ناسته کې برخه ولري. لا خو د دسمبر پنځمې ته څو ورځې شته دی.))

ايجنسي فرانس پريس خبري اژانس په خپل يو رپورټ کې ليکلي چې د ناټو د دغه بريد په اړه امريکايي پوځ څيړونکو ته د دسمبر د مياشتې تر درویشتمې نيټې پورې د خپلې څيړنې د لومړيوو نتيجو د بشپړولو لپاره ويلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG