د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: د حاجیګک کان ټېکه هند واخیسته


د حاجيګک ماین کان په بامیان ولایت کې دی
د حاجيګک ماین کان په بامیان ولایت کې دی
هند په افغانستان کې د اوسپني د لوی کان حاجيګک د کېندلو ټېکه تر لاسه کړه. د افغانستان د کانونو وزارت وايي چې د دغه کان د څلورو برخو د کېندلو کار يې د هند کمپنۍ او د يوې برخي د کېندلو کار يې بيا د کاناډا کمپنۍ ته سپارلی دی.

وال سټريټ ژورنال ليکي، د هند يوې حکومتي کمپنۍ د افغانستان د حکومت لخوا د اوسپني د لویې زيرمې حاجيګک ټېکه په داسي وخت کې تر لاسه کړې چې د دواړو هيوادونو تر منځ د ستراتيجيک تړون د لاسليکېدو څه کم دوې مياشتي کېږي.

د افغانستان د کانونو وزارت د دغه کان د څلورو برخو د کېندلو کار هند او د يوې برخي د کېندلو کار يې د کاناډا کېلو ګولډ ماينز نومي کمپنۍ ته سپارلی دی. په کابل کې د هند د سفارت يو چارواکی وايي چې دا په افغانستان کې د داخلېدو لومړی ګام دی چې وروسته به نورو هندي کمپنيانو ته هم لاره هواره کړي.

د حاجيګک کان د کېندلو د کار تر پيلېدو وړاندي دا تړون بايد د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي او د هغه د کابينې لخوا منظوره کړل شي. د افغانستان د کانونو د وزارت وياند جواد عمر وايي چې د کان د کېندلو کار به لږ تر لږ پنځه کاله وخت واخلي چې د ګټونکو کمپنيو لخوا به د ۱۴ اربه ډالره پانګي ته اړتيا ولري.

ورځپاڼه ليکې، کېدای شي په افغانستان کې د هند په لويه کچه موجوديت د پاکستان دښمني را و پاروي چې په دې هيواد کې د هند کارونو ته د شک په سترګه ګوري. خو جواد عمر بيا دا خبره ردوي چې ګواکې دا تړون پر سياسي بنيادو شوی دی. نوموړی وايي، که چېري يو پاکستاني کمپنۍ په ورته شرايطو باندي وړانديز کړی وای نو بيا به دا ټېکه دوی پاکستاني کمپنيو ته ورکړې وای.

ورځپاڼه زياتوي، د امريکا د حکومت د يوې اندازې له مخي په افغانستان کې د ۱۰۰۰ اربه ډالرو د ارزښت معدني زيرمي شته. دا زيرمي کولای شي چې د هيواد اقتصاد پر مخ بوزي چې اوسمهال پر بهرنيو مرستو تکیه کوي.

د شنونکو په نظر جاجيګک په آسيا کې د اوسپنې تر ټولو لوی کان دی چې نه دی کېندل شوی او دا کان په پرتليز ډول د هيواد په آرامه سيمه باميان کې شتون لري. د يوې اندازې له مخي په دغه کان کې څه باندي ۱.۸ اربه مېټرک ټنه اوسپنه موجود ده چې د کېندلو لپاره يې د ايران او ترکې د کمپنيانو په ګډون دوه درزنه کمپنيانو وړانديز کړی و.
XS
SM
MD
LG