د لاسرسي ځای

تازه خبر

عربي ټولنه: شام دې په درو ورځو کې دننه تشدد بند کړي


د عربي ټولنې مشر نبیل ال عربي په مراکش کې د ټولنې غونډې ته وینا کوي
د عربي ټولنې مشر نبیل ال عربي په مراکش کې د ټولنې غونډې ته وینا کوي
د عربي هیوادونو اتحادیې شام ته درې ورځې ورکړي چې د مظاهرچیانو پر ضد د خونړي تشدد نه لاس واخلي او په هیواد کې دننه دې د کتونکو ډلې پریږدي. ددې تر څنګ بې د اتحادیې نه د شام استازي واپس د لیږلو غوښتنه وکړه.

په مراکش کې د غړیو هیوادونو د غوڼدې وروسته د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ حماد بن جاسم ال تهاني ويلي که شام په دې لړ کې له دوی سره تعاون و نه کړي نو د بندیزونو سره به مخامخ وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر هم د شام د استخباراتي اداری په ودانۍ د برید په اړه رد عمل کې په واشنګټن کې یو مطبوعاتي کانفرنس کې په شام کې د روانو حالاتو ذمه وار صدر بشار الاسد او د هغه رژیم و ګرځول.

په عین حال کې په سرښار دمشق کی د رژیم پلویانو د مراکش او متحده عرب اماراتو په سفارتخانو حمله کړی او کاڼي بې پری ورولي. فرانس او مراکش اعلان کړی چې د هیواد نه خپل سفیران بیرته راغواړي.

د هفتې په ورځ عرب لیګ په اتحادیه کې د شام غړیتوب ځنډولو په حق کی فیصله وکړه.

د دې نه وړاندې رپورټونه وو چې د شام د پوځ نه جدا شویو سرتېرو د دمشق سره نږدې د هوايي ځواکونو د استخباراتو په ودانۍ برید کړی چې پکې يې لږ تر لږه شپږ امنیتي سرتیري وژلی دي.

ملګري ملتونه وايې د مارچ د میاشت راهیسې په شام کې د حکومت پر ضد د شوروشوی مظاهرو پر مهال دری نیم زره نه زیات کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG