د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارام سمندر سیمې امنیت مو اولییت دی.اوباما


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د استرلییا په کېنبیرا کې ګډې پارلماني غونډې ته وینا کوي.۱۶ م نومبر ۲۰۱۱ م کال
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د استرلییا په کېنبیرا کې ګډې پارلماني غونډې ته وینا کوي.۱۶ م نومبر ۲۰۱۱ م کال

د امريکا ولسمشر باراک اوباما ويلي دي چې په بجټ کې کمی به په ایشيا کې د امريکا د پراخه پوځي شتون پلانونه ګډوډ نه کړي. نوموړي دا خبرې د اسټريليا د دورې پر مهال کړي.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما وايي چې په پوځي لګښتونو کې د کمښت سره سره به د ایشيا پيسيفيک يا د ايشيا ارام سمندر په سيمه کې به د قوت په ښکاره کولو سره سولې ته د ورپيښ د هر ګواښ مخنيوی وکړي.

هغه وويل: ((د ولسمشر په توګه ما ارادي او سټريټيجيکه پريکړه کړي. د ارام سمندرګي د سيمې د يو ملک په حیث به امريکا د دې سيمې او د دې سيمې د راتلونکې لپاره يوه لوی رول ولوبوي. دا کار به د اصولو او دوستو هيوادونو سره د ښې همکارۍ په درلودلو سره وکړو.))

چين لا وار دمخه په اسټريليا کې د پوځي مرکز په اړه د اوباما پر اعلان خفګان ښودلی. ياده دې وي چې د چارشنبې په ورځ د اسټريليا وزيراعظمې جوليا ګيلارډ او باراک اوباما په شمالي اسټريليا کې ياد مرکز کې ته ۲۵۰۰ امريکايي پوځيانو د ليږلو او ځای پر ځای کولو پر سر خبرې کړي.

اوباما د د چين د انديښنو په اړه وويل چې د امريکا او چين ترمنځ د غلط فهميانو د رامنځته کيدو د مخنيوي لپاره به د بيجينګ سره خبرې، اړيکې او همکاري ډيروي.

امريکايي ولسمشر د اسټريليا پارليمنټ ته وويل چې په عراق او افغانستان کې د پوځي پام په کمولو سره خپله توجه د ایشيا ارام سمندر سیمې ته اړوي. هغه وويل: ((دا چې مونږ د نن جګړې پای ته رسوو نو ما د خپل ملي امنيت ټيم ته لارښوونه کړې چې د ایشيا ارام سمندر په سيمه کې دې خپل هدف او شتون لومړيتوب وګرځوي. له همدغې وجې د امريکا په دفاعي بجټ کې کمښت به د ایشيا ارام سمندر سيمې لپاره پر کار اغيز ونه کړي. زه يې بيا تکراروم اغيز به ونه کړي.))

د يادونې وړ ده چې د امريکا ملګري هيوادونه جاپان او جنوبي کوريا د چين د پراخه اغيز او زور د مخنيوي لپاره د امريکا ژمنتيا غوښتي. په ځواب کې به امريکا په جنوب ختيځې ایشيا کې په ۲۰۱۲ کال کې پوځي کشتۍ، الوتکې او ۲۵۰۰ پوځيان ځای پرځای کړي. په جنویي کوريا او جاپان کې واردمخه د امريکا اتيازره پوځيان موجود دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG