د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې نښته: څلور سرتېري وژل شوي پنځه نور ژوبل


د خیبر ایجنسۍ په بازار زخه خیلو کې د ایف سي ځواک یو سرتیری د میډیکل کیمپ په مهال د ځايي ماشومانو تلاشي اخلي .۲۰۱۱
د خیبر ایجنسۍ په بازار زخه خیلو کې د ایف سي ځواک یو سرتیری د میډیکل کیمپ په مهال د ځايي ماشومانو تلاشي اخلي .۲۰۱۱
فرهاد شینواری مشال - ریډیو خیبر ایجنسی

په باړه کې د وسلوالو طالبانو په برید کې د پاکستان څلور امنیتی سرتیري وژل شوي او د یوه لېفټنېنټ کرنل په ګډون پینځه نور ژوبل دي.

د پوځ د اطلاعاتو ادارې یا (ائې ایس پې ار) یوه چارواکي میجر فضل د مشال ریډیو خبریال ته ویلي دي چې د پیر په ماښام د خیبر ایجنسۍ په باړه تحصیل ناله ملک دین خیل کې د پوځ اوسرحدی ملېشې ګډه قافله د عملیاتو په غرض روانه وه چې نا څرګنده وسلوالو پرې ډزې پیل کړې چې په ترڅ کې یې د امنیتي ځواکونو څلور سرتیری وژل شوي دي او پینځه پکې ژوبل دي.

په ژوبل شووو کسانو کې د پوځ یو لېفټنېنټ کرنل هم شامل دي،او ټول ژوبل شوي سرتیري یې د پیښور پوځي روغتون ته رسولي دي.

یاده دې وي چې د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې د تیرې اوږدې مودي راهیسې د وسلوالو پر ضد پوځي عملیات روان دي ،او وخت نا وخته پکې د امنیتی ځواکونو او وسلواو ترمینځ نښتې رامینځ ته کیږی.

په دې ورستیو کې ناله ملک دین خیل ،یوسف تالاب،کوهی چوک،اکا خیل،او د شلوبر په ځینو سیمو کې پوځي عملیات پراخ شويدي او د یادو سیمو نه په زرګونه خلکو خپلې کډې ویستلې دي ،او لا هم پکې ټول بازارونه ،سکولونه او روغتونونه تړلي پراته دي.

د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې نا قانونه ګرځول شوي وسلواله ډله لښکرې اسلام زیاته فعاله ده چې مشري یې منګل باغ کوي.

بلخوا د د پوځ د اطلاعاتو ادارې یا (ائې ایس پې ار) ادعا کوي چې د بره اورکزو په ډبوري سیمه کې یې د وسلوالو طالبانو پر ټکانو په هوايي برید کې د ۱۶ اورپکي وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي.خو د اورکزو پولیټيکل انتظامییه په دې اړه له خبرو ډډه کوي.او نه هم خپلواکو سرچینو د وژل شویو او ټپیانو تصدیق کړی دی.
XS
SM
MD
LG