د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لویې جرګې لپاره نوم لیکنه پيل شوه


نقیب الله متونوال - خوست


په افغانستان کې جوړېدونکې دوديزه لويه جرګه کې د ګډون په موخه نوم ليکنه د شنبې په ورځ پيل شوه. په دې جوړېدونکې دوديزه لويه جرګه کې، چې له امريکا سره د ستراتيژيک تړون او سولې د ميکانيزم په اړه به په کې بحث وشي ټول ګډونوال ٢٠٣٠ تنه وي، چې ١٨سلنه به يې ښځې وي. بله خوا د افغانستان د ولسي جرګې ١٧١ غړو هم په دوديزه لويه جرګه کې د ګډون فورمې ډکې کړې، او يو شمېر وکيلان يې اوس هم مخالفت کوي.

د راتلونکې چهارشنبې په ورځ، په جوړېدونکې دوديزه لويه جرګه کې، چې له امريکا سره د ستراتيژيک تړون او سولې د ميکانيزم په اړه به په کې بحث وشي، د ګډون په موخه نوم ليکنه د شنبې په ورځ پيل شوه.د دوديزې لويې جرګې د چمتووالي د کمېسيون ويانده صفيه صديقي وايي، چې د يادې جرګې ټول ګډونوال به٢٠٣٠ تنه وي، چې ١٨ فیصده به يې ښځې وي.

د نوموړې د څرګندونو له مخې، تر اوسه په دې څلور ورځنۍ جرګه کې د ګډون په موخه د هېواد له بېلابېلو ولايتونو، د ګاونډي پاکستان، امريکا او اروپا څخه يو شمېر مخور افغانان کابل ته را رسېدلي دي.
بله خوا د افغانستان د ولسي جرګې ١٧١غړو هم په دوديزه لويه جرګه کې د ګډون فورمې ډکې کړې، او يو شمېر يې اوس هم په لويه جرګه کې ګډون د خپلې مخکنۍ پرېکړې خلاف بولي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال او د شنبې ورځې دغونډې رييس خالد پښتون عمومي غونډې ته وويل، چې د دې جرګې له ٢٤٩ غړو ١٧١تنو په دوديزه جرګه کې د ګډون په موخه ځانګړې فورمې ډکې کړې او ښايي د دې جرګې نور غړي هم دغه فورمې ډکې کړي.

پښتون وويل، چې ولسمشر حامد کرزي د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي ته ويلي، چې دوديزه لويه جرګه مشورتي جرګه ده او مشورې به يې د پرېکړې لپاره ولسي جرګې ته استول کېږي.

خو د ولسي جرګې غړى ميرويس ياسيني دوديزه لويه جرګه پرېکړه کوونکې بولي او وايې، چې له ولسي جرګې سره يو موازي بنسټ دى او حکومت غواړي له دې لارې د ولسي جرګې صلاحيتونه ترې واخلي.

ياسيني وويل، چې ولسي جرګه بايد د دوديزې جرګې د بوديجې په اړه په جدي توګه له حکومته پوښتنه وکړي. نوموړى زياتوي: ))وکیلان د خلکو په رایه راغلي. نو ولې نور خلک افغان وروڼه او خویندې راولي، چې مشوره ورکړي ، په کوم معیاریې راغواړي؟ په فرمایش یې راغواړي. دا لویه جرګه له اساسه غیرقانوني او غير حقوقي ده. د دې بودیجه یې له کومه ځایه راوړي((.

خو د ولسي جرګې يوه بله غړې ارين يون وايي، چې په دوديزه لويه جرګه کې ګډون کومه قانوني ستونزه نه لري؛ ځکه چې دا مشورتي جرګه ده.

نوموړې تور ولګاوه، چې ځينې وکيلان د ايران او پاکستان د اهدافو لپاره کار کوي نو ځکه په جرګه کې ګډون نکوي.))تقریبآ ۱۷۱ وکیلانو د ګډون په موخه نومونه لیکلي او په لویه جرګه کې به ګډون کوي خو، ځینې وکیل صاحبان شته، چې د اېران او پاکستان ملاتړلري هغوی نه غواړي چې لویه جرګه جوړه شي ، افغانستان جوړشي او په خپلو پښو ودریږي.))


د يادونې ده، چې په دې لويه جرګه کې د هيواد دننه استازو سربيره له پاکستانه د افغان کډوالو په استازيتوب ١٢٠ تنه، په ايران کې د افغان کډوالو په استازيتوب ٨٠ تنه او د امريکا او کاناډا په ګډون په يو شمېر اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو په استازيتوب به ٣٠ تنه برخه واخلي.
XS
SM
MD
LG