د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب چکوال د پښې په تړاو مشکوک کسان نیول شوي


د پاکستان د استخباراتي ادارې لوګو
د پاکستان د استخباراتي ادارې لوګو


رياض موسا خيل - اسلام آباد



د پاکستان په چکوال کې د پوليس سر چينې وايي چې پرون د خالي ورځ د پنډ داد خان په سیمه کې د پوځي استخباراتي ادارې ایم آی ( ملټري انټليجنس ) دپنځه تنو د وژنې په تړاو یې پنځه مشکوک کسان نیول دي چې پوځ په خپله ولکه کې اخستې دي. خو لا هم ددې خبرې پوره پخلی نه دی شوی.

پرون د پنجاب صوبې په چکوال سيمه کې له تره ګرو سره په نښته کې د پوځي استخباراتي ادارې M.I يا ملټري انټليجنس پنځه غړي چې پکې يو ميجرهم شامل دی وژل شويدي.

د خالي په ورځ سهار شورو شوې نښته تر ماښامه روانه وه .دې دوران د جهلم پوليسو مشر طيب حفيظ وينا وه چې د چنبل په سيمه کې د لشکر جنګوي او تحريک طالبان تره ګر پټ دي او د هغوي خلاف عمليات روان دي.

د کاروايي په پایله کې نوموړی وويل، چې د ډاکټر ارشد په ګډون پنځه تره ګر ووژل شو.خو وروستو هغه له خپلې خبرې انکاري شو او زياته يې کړه چې هلته مفروران او شوکماران موجود وو چې په تيښته بريالي شو.

دغه شان د چوا سيدان شاه تاڼې مشر يا SHO ملک مشتاق په کاروايي کې د تره ګرو وژنه ردوي او وايي چې دې کې صرف پنځه پوځيان وژل شوي وو.
د استخباراتي ادارې د غړو د مړينې په اړه مشال ريډيو سره په خبرو کې د پاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل اطهر عباس وويل چې په دې کاروايي کې د يو ميجر په ګډون پنځه اهکاران مړه دي.

هغه زياته کړه چې دا کسان تېښتول شوي نه وو بلکه د کاروايي دوران کې وژل شويدي، او داخبره یې بيخې بې بنياده وګرځوله چې ګني د استخباراتي ادارو دغړو په بدل کې تره ګرو د خپلو نيول شویو ملګرو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

د پوځي او دفاعې چارو کارپوهان په نښته کې د استخباراتي ادارو د غړو وژنه د دوي نااهلي بولي او د پوليسو هغه ادعا هم ردوي چې ګني دا کسان شوکمار او اجرتيان وو.

له مشال ريډيو سره په خبرو کې د د فاعي چارو کارپوه او پخوانی بريګيډیېر محمد سعد وايي ، چې د استخباراتي ادارې د غړو د تېښتولو مقصد پيسې اخستل نه بلکه د خپلو ملګرو د راخلاصي لپاره په حکومت او پوځ دباو اچول وو.
هغه وویل چې پنجاب حکومت له دا خبره منل پکار ده چې هلته تره ګر شتون لري او بايد چې د دوی خلاف کاروايي وشي.

د ذکر وړده چې په نښته کې د وژل شویو کسانو مړي يا ژوبل ميډيا ته نه دي ښودل شوي او دوی د پوځي هيلي کاپټر له لار ناڅزګند ځای ته رسول شويدي.
XS
SM
MD
LG