د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: چاودنې څلور کسان وژلي شپږ ژوبل


د خیبر پولیټیکل چارواکي وايي ، په یوه تازه پیښه کې د خیبر ایجنسۍ په تیراه مستک بازار ګوټي کې له بمي چاودنې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

دوی وايي چې دغه چاودنه په یو خر ګاډي کې وشوه،چې له مخکې چاودېدونکي توکي پکې اېښودل شوي وو.

د د غې پیښې پړه لا تر دې دمه چا په خپله غاړه نه د اخیستې.

یادولو ده چې له تیرې اوږدې مودې راهیسې په تیراه کې د بیلا بیلو ځایي وسلوالو ډلو ترمینځ نښتې دوام لري او په یو بل دغسې بریدونه هم ترسره کوي،چې عامو خلکو ته پکې هم مرګ ژوبله اوړي.
XS
SM
MD
LG