د لاسرسي ځای

تازه خبر

لس کاله وشو د کوټې ،ډېره غازیخان لاره نه جوږېږي


د لویې لارې په څنګ خامه سړک لاریو او موټرانو ته سخت زیانونه رسولي دي.
د لویې لارې په څنګ خامه سړک لاریو او موټرانو ته سخت زیانونه رسولي دي.

نیازموساخېل،کوټه

په بلوچستان کې خلک وایي،د کوټې او د پنجاب صوبې د غازیخان ډېرې تر منځ لویه لار د پخوا په شان لا هم جوړه شوې.دا لاره چي د دواړو یاد شویو ښارو تر منځ،شاوخوا ۶۰۰ کیلو میتره فاصله لري،نږدې لس کاله مخکې خرابه شوې وه او د خلکو په وېنا،حکومت یې په اړه هیڅ غم هم نه خوري.

د کوټي یو اوسېدونکۍ محمدعالم،چي د ده په وېنا،دی وخت نا وخته پر دې لاري ګاډۍ چلوي، وایي،لس کاله وشو،لس میله لار هم نه شوه جوړه.ځای ځای د سړک جوړولو لپاره کاڼي مات شوي او درنه مشینري هم پرته ده،مګر دا له لسو کالو په دغه حال کې ده.د حکومت بې غوري ته ګوره،مشینري او د سړک جوړولو سامانونه له لارې سره په تیار حالت کې پراته دي،مګر د سړک جوړولو انتظام نه کوي.اوس خو حال دې ته را رسېدلۍ،چې که یو څه موده نوره تېره شوه،نو دا مشینري او سامانونه به ټول خراب او ناکاره شي او بیا به حکومت له سره بندوبست ورته کوي.٬٬


یو بل کس،عبدالعلي وایي،د دې خرابې وضعې ذمه واره حکومت او ټېکه داران دي:٫٫حکومت په دې لسو کالو کې تر لسو وارو زیات پر لاري کار پېل کړو او بیا یې ډېر ژر بیرته بند کړو.وجه یې دا ده چي ټېکه دار له حکومته پېسې واخلي،وروسته بیا دوی او حکومت په خپل منځ کې څه ٫٫روغه٬٬ سره وکړي او پېسې په خپله سره وخوري.دغه رنګه یو څه موده کار روان وي،بیا بیرته بند شي.د دغه حال له وجي اوس لاره بېخي زیاته خرابه شوې او هیڅوک هم نه غواړي،چې پر لاره سفر وکړي،ګني دا یوه ډېره مهمه لاره ده.٬٬

یو بل کس،امیر محمد چي د ګاډیو د ورکړې راکړې کاربار کوي،وایي ٫٫وروره!څه درته ووایم.ټول کاروبار مي وران شو.په ۳۰ لکه،په ۴۰ او ۵۰ لکه ګاډۍ واخلو،چې کاروبار په وکړو او پر دغه لاره تجارتي سامانونه یوسو او را یې وړو،لاکن ټولې ګاړۍ کې له کاره وتلې او خرابې شوې دي.ګاډۍ کله په یوه پُله کې خرابه وي،کله په بل هغه کې ،د سړک غاړې په څنګ لارو د ډرایورانو زړونه شنه کړي دي.سړک پنځه میله سم وي،وروسته لس میله خراب.ټوله لار په داسي حال کې ده.٬٬

یو بل ډراییور حسن خان بیا ووېل،٬٬د خرابې لارې له وجې اوس ځای پر ځای غله هم بېخي زیات شوي دي.ولې چې لاریانې د سړک د خرابۍ له وجې سوکه او په کراره روانې وي،ځکه غله مخته و راشي او څه چې ورسره وي،ټول ځیني واخلي.له دې وجې ډراییوران اوس یو خو له خرابي لارې په تکلیف دي،بلي خواته غلو هم دوي ډېر ځورولي دي.٬٬

کله چې موږ د خلکو دغه ستونزې د پاکستان د لویو لارو یا این،اېچ،اې بلوچستان څانګې مشر میرحسن مخي ته کښېږدې،نو نوموړي یې په اړه ووېل،د لارې د څارني راپور تیار شوی دی او دا موږ د پاکستان د پلاننګ کمیسون ته لېږلی دی ،چې کله هم یاد شوي کمیسون منظوري او اجازت راکړو،کار به پر شروع کړو.میر حسن زیاته کړه ٫٫بله مهمه خبره دا ده چې په دغه پروژه کې ۳ مهمې ډلې رول لري.یو د بلوچستان حکومت،بل د پنجاب حکومت او دریم زموږ د لویو لارو اداره.د دغو درو سره له سلا،مشورو،نیوکو او مرستو وروسته به موږ ډېر ژر کار پېل کړو.یقینًا په دې کې به د یو څو ورځو خبره صحیح نه وي،خو په یو څو میاشتو کې دننه به حتمًآ پر لاره کار پېل شي.٬٬

یاده دي وي چي د کوټي اوغازیخان ډېرې تر منځ دا لویه لار د دوو صوبو، ٫٫پنجاب او بلوچستان تر منځ لویه لار٬٬ په نامه هم یادېږي.شاوخوا ۶۰۰ کیلو میتره اوږده دا لار له کوټي څخه د ختیځ پر لور پيلېږي، بیا د لورالایي،رکڼۍ،فورټ منرو او سخي سرو د ښارګوټو په تړون تر غازیخان ډېرې رسېږي.

د خلکو په وېنا،دا لویه لار په دې مهمه ده چې دا کوټه ښار په کمه او لنډه فاصله له پنجاب صوبې سره تړي او بل دا چې هم له دې لاري د بلوچستان صوبې کویله،مېوه او نور سامانونه پنجاب صوبې ته وړل کېږي او له هغه ځایه تجارتي توکې بلوچستان ته راوړل کېږي.

خلک وایي.له تېرو لسو کالو دوي په انتظار دي،چې کله به حکومت له اعلان سره سم دا لار جوړه کړي او له دې سره تړلې د خلکو ستونزي هواروې کړي.
XS
SM
MD
LG