د لاسرسي ځای

تازه خبر

څلورګوني منځګړي به له فلسطینیانو او اسراییلو سره ویني


په منځګړو څلور ګونو ډلو کې روس، امریکا، ملګري ملتونه او اروپایی اتحادیه شامل دي.
په منځګړو څلور ګونو ډلو کې روس، امریکا، ملګري ملتونه او اروپایی اتحادیه شامل دي.
د منځني ختیځ لپاره د څلور ګوني منځګړې به راتلونکې اونۍ له د فلسطینیانو او اسرایلیانو سره جلا جلا ویني چې هغوی د زمکي او امنیت لپاره خپل وړاندیزونه ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وکټورییه نیولینډ نن وویل چې منځګړي هیوادونه به لا هم هغوی لا ټاکل وخت سره سم یو ځای ساتي چې دواړه خواې باید په دریو میاشتو کې دننه په زمکني او امنیتي چارو جامع وړاندیزونه ورکړي.

په ۲۳م سیپټېمبر شورو شوی د څلور ګونو منځکړيو د نوښت سره سم ، اسرایلیانو او فلسطینیانو ته پکار وه چې په یوه میاشت کې دننه یې بیرته خپلې خبرې نیغ په نیغه بحال کړې وای خو داسې و نه شو. په منځګړو څلور ګونو ډلو کې روس، امریکا، ملګري ملتونه او اروپایی اتحادیه شامل دي.


بلخوا د ملګرو ملتونو د غړیتوب ترلاسه کولو لپآره په فلسطیني درخواست د سلامتي کونسل په ۱۵ غړیو هیوادونو کی یو والی نشته.

د ملګرو ملتونو رپورټ چی د غړیو نظر یی راټول کړي وایي په کونسل کې ځيني داسې غړي دي چې د فلسطیني غړیتوب ملاتړ کوي، خو ځيني یې دا وخت یی ملاتړ نه شي کولی نو ځکه ترې ډډه کوي او بیا داسې هم دي چې باور لري ګیني دغه درخواست د غړیتوب معیارونو سره سمون نه خوري نو ځکه یی مخالفت کوي.

د فلسطیني ادارې د خارجه چارو وزیر راید مالکي د اسرایلو په نږدې ملګري امریکا تور لګولی چې د کونسل پر نورو غړیو فشار اچوي. هغه له اېسوسییېټېډ پرېس سره په خبرو کې وویل چې فلسطینیان به د غړیتوب لپاره د سمدستي ووټ غږ ونکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG