د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: درنې واورې د سالنګ لاره بنده کړې


د افغانستان په شمال کې تل له واورو لارې بندېږي
د افغانستان په شمال کې تل له واورو لارې بندېږي
د افغانستان په ګڼو شمالي ولایتونو کې واوره ورېدلې ده. د واورې له وریدو سره په یوه وخت یو شمیر خلکو شکایت کړی دی چې مرستې نه دې ورسره شوې.

په دغه سیمه کې سږکال ډېره زیاته وچکالي ده او حکومت یی اړ کړ، چې له زیانمنو شویو خلکو سره د خوراکي موادو مرستې وکړي.

له پېښو سره د مبارزې د کمیټې مرستیال محمد اسلم سیاس وایی، چې دوی په خپل وخت مرستې رسولې دي او په ځینو سیمو کې د د دغو مرستو ویش لا هم روان دې:

بل لور ته په سالنګونو کې د واورو د وریدو له امله د سیمه ییزو چارواکو په وینا په تګ راتګ کې خلکو ته ستونزې پیدا شوې دي.
XS
SM
MD
LG