د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سېنت پيترزبرګ کې د شانگهاي همکارۍ تړون غونډه


روس: په سېنت پيترزبرګ کې د شانگهاي همکارۍ تړون غونډه ۷ نومبر ۲۰۱۱م کال
روس: په سېنت پيترزبرګ کې د شانگهاي همکارۍ تړون غونډه ۷ نومبر ۲۰۱۱م کال
د شانگهاي همکارۍ تړون د غړو هیوادونو وزیراعظمانو نن په سېنت پيترزبرګ کې سره وکتل .

د روس وزیراعظم ولادیمیر پوتین یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د شانګهای د سیمیزو او اقتصادي همکاریو د تړون غړي باید په ګډه کار وکړي چې دا سازمان په نړیوال اقتصاد او امنیت کې مخکښ رول خپل کړي.

(په ګډو همکاریو موږ د شانګهای د همکارۍ سازمان یوې نوې مرحلې ته رسولای شو چې دا سازمان د نړیوال اقتصاد او سیاست د ډګر مهمه برخه وګرځوو. )

ټاکل شوې وه چې نن ولادیمیر پوتین د سیمیز امنیت او تجارت په اړه د خبرو لپاره ، د چین له وزیراعظم هوجین تاو سره وګوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG