د افغانستان په بغلان ولايت کې د اختر په لومړۍ او دویمه ورځ د دوو ځانمرګو بريدونو ډګر وګرځېدی ، نن هم يوه ځان وژونکي بريدګر یو شمیر افغان پوليس ژوبل کړل او پروني هغه کې هم نژدې شلو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
ولسمشر حامد کرزي په بغلان کې پرونى بريد وغانده، ويې ويل هغه کسان چې اسلامي ارزښتونه په پام کې نه نيسي د اختر په نېکمرغه ورځ هم بېګناه انسانان وژني.
پرون په دغه ولايت کې يوه ځان وژونکي هغه وخت چاودنه وکړه، چې له يوه جوماته خلک د اختر تر لمانځه وروسته په راوتلو وو او يو بل ته يې د اختر مبارکي ورکوله.
چارواکي وايي يو تن يې تر ځان وژونکي بريد مخکې نيولى دى.
په بغلان کې نن يو ځان وژونکى بريد وشو، چې هدف يې يو قومي مشر و، په بريد کې څو تنه پوليس ټپيان شوي دي.
ځان وژونکي د محلي پوليسو په مرکز کې دننه چاودنه وکړه. د دغه ولايت د امنيت امر سيد زمان الدين حسيني مشال ریډیو ته وويل چې بريد کوونکى وژل شوى او ٦ تنه نور ټپيان شوي دي.
د بغلان والي منشي عبدالمجيد رسنيو ته وويل چې د بريد هدف قومي مشر ملا علم و، چې د راروانو دوديزې لويې جرګې غړى هم دى او په بريد کې ورته زيان نه دى اوښتى.
چا د دې بريدونو مسووليت نه دى منلى، خو وسلوال طالبان په پرله پسې ډول په دغسې بريدونو کې افغان چارواکي، بهرني ځواکونه او افغان امنيتي ځواکونه په نښه کوي.
بله خوا ناټو وايي يو عسکر يې پرون د افغانستان په جنوب کې وژل شوى، له دې سره په روان ميلادي کال کې په افغانستان کې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېر ٤٩٤ ته پورته شو، ناټو د خپل دغه عسکر په باب نور جزئيات نه دي ورکړي.
په داسې حال کې چې د امريکا په مشرۍ ائتلاف او افغان ځواکونو د افغانستان په جنوب او ختيځ کې پر خپلو عملياتو تمرکز کړى، سخت دريځو وسلوالو په دې وروستيو کې په شمال او لوېديځ کې خپلو بريدونو ته زور ورکړى دى.
ناټو پر دې کار کوي چې د ٢٠١٤م کال ترپاى مخکې افغان امنيتي ځواکونو ته بشپړ امنيتي مسووليتونه وسپاري، ائتلافي ځواکونه په پام کې لري چې تر دې نېټې خپل جنګي ځواکونه له افغانستانه وباسي.
د ناټو عمومي منشي اندريس فوګ راسموسېن تېره اوونۍ د وسلوالو طالبانو حملې هغه هڅه وبلله چې يوازې د رسنيو مهم سرليکونه جوړوي خو دومره اغېز نه لري او دغه راز د افغان حکومت او سخت دريځو وسلوالو ترمنځ د قوت پر انډول لږ تاثير لري.