د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې د مظاهرو پر مهال بیا ولسي وګړي وژل شوي


د سوریا یا د شام له حمص سره نېږدې د حوله په سیمه کې خلک د بشار الاسد د حکومت پر ضد مظاهره کوي
د سوریا یا د شام له حمص سره نېږدې د حوله په سیمه کې خلک د بشار الاسد د حکومت پر ضد مظاهره کوي
د رپورټونو تر مخې د شام په حمص ښار کې د حکومت پر ضد د مظاهرو پر مهال لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.

شامي حکومت د پنجشنبې په ورځ له عربي ټولنې سره د یوې پرېکړې پر مهال ژمنه کړې وه چې د حکومت ضد پر مظاهره کوونکو به تشدد نه کوي.

د بشري حقونو فعالین وايي د جمعې په ورځ ټانکونو پر حمص ښار بمباري کړې ده.

د پنجشنبې په ورځ هم په دې ښار کې د شلو ولسي وګړو د وژنې خبرونه راغلي ول.

د دوه زره یولسم زېږیز کال د مارچ له میاشتې راهیسې په دې هیواد کې د بشار الاسد د رژیم پر ضد مظاهرې روانې دي او له هغه وخته راهیسې حمص د نښتو مرکز دی.

په شام کې د رژیم لخوا د تاو تریخوالي له لارې د مظاهره چیانو ځپل په نړیواله توګه غندل شوي دي او د اروپايي ټولنې او امریکا په ګډون یو شمېر هیوادونو او سازمانونو پر دې پېښو د اندېښنو څرګندونه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG