د لاسرسي ځای

تازه خبر

په استنول کې د افغانستان ،پاکستان او ترکیې کنفرانس


د افغانستان ولسمشر حامدکرزی او د ترکییې ولسمشر عبدالله ګل روغبړ کوي
د افغانستان ولسمشر حامدکرزی او د ترکییې ولسمشر عبدالله ګل روغبړ کوي
نن په استنبول کي د ترکيې ، پاکستان او افغانستان د ولسمشرانو دري اړخيزه غونډه شورو کيږي.

د سیمه ایزو همکاریو په دي غونډه کې به نن د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او دهغه افغاني سيال حامد کرزي ترمنځه به خبري اتري کيږي او د ترکيي ولسمشر عبدالله ګل به د ياد شوې غونډې مشري کوي.

درايټرز خبري اژانس له مخي د ترکیې چارواکو هیله څرګنده کړي چې د استنبول غونډه به داسي شرایط رامنځته کړي چې افغانستان او پاکستان به د اورپکو لخوا د بريدونو پر سر پر یو بل د تورونو لګول بند کړي.

افغانستان تور لګوي چي د پاکستان استخباراتي اداره آی ایس آی د طالبانو او حقاني اورپکي ډلي ملاتړ کوي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري سره په دي سفر کي د دفاع، کورنیو چارو، د بهرنیو چارو وزیران او د پوځ مشر اشفاق پرويز کياني هم دي.

اشفاق کياني به د افغانستان د پوځ له لوی درستیز سره هم ليده کاته کوي.

د استنبول د کنفرانس هدف دا دی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د راتلونکې په اړه یوه لاره وټاکل شی .
XS
SM
MD
LG