د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجګور :د جمعیت علما اسلام ځایي مشر ووژل شو


په کراچۍ کې د جمعیت العلما اسلام امیر مولانا فضل الرحمن یو غونډې ته وینا کوي.۲۰۱۱م کال ۴م جنوري
په کراچۍ کې د جمعیت العلما اسلام امیر مولانا فضل الرحمن یو غونډې ته وینا کوي.۲۰۱۱م کال ۴م جنوري


د بلوچستان په پنجګور کي پولیس وایي،د مذهبي ګوند،جمعیت علما اسلام ضلعي جنرل سیکرټري مولانا احتشام الحق نا څرګنده کسانو په ډزو وژلی دی.

د پنجګور تاڼې یو مشر،محمد ایوب پندراني د مشال ریډیو خبریال نیاز موسا خیل ته وویل،مولانا احتشام الحق د ماخوستن د لمانځه وروسته کور ته په لاره ووژل شو.

د جمعیت علما اسلام صوبایي امیر مولانا محمد خان شیراني د مولانا احتشام د وژني په سختو ټکو غندنه وکړه او دا یې د صوبې د حالاتو خرابولو یوه پلمه و بلله.

د پولیسو مشر ویلي،نا څرګنده کسان له پېښې وروسته په تیښته کي بریالي شوي دي.دۍ زیاتوي٫٫تر دې دمه موږ ایف،آیي،آر یا لومړنۍ راپور نه دۍ درج کړۍ،ولي چې موږ په انتظار یو چي د وژل شوي کس وارثان به موږ ته درخواست را کوي.چي کله هم دوي فارمه را کړه،بیا به ګورو چي دوي خو د پېښې په تور د چا نوم نه اخلي؟دا وخت موږ په پلټنو بوخت یو.٬٬

د جمعیت علما اسلام صوبایي امیر مولانا محمد خان شیراني د مولانا احتشام د وژني په سختو ټکو غندنه وکړه او دا یې د صوبې د حالاتو خرابولو یوه پلمه و بلله.

بلخوا د جمعیت علما اسلام مشر او د بلوچستان پخوانی صوبایي وزیر صحت حافظ حمد الله مشال ریډیو ته وویل،چي د مولانا احتشام وژنه دا ثابتوي چي په بلوچستان کي بهرني مرییان پوره هڅه کوي چې دلته د مذهبي ګوندو او نورو سیاسي او مذهبي ډلو تر منځ تاوتریخوالۍ را مخته شي.

حافظ حمد الله زیاتوي:٫٫زموږ د مشر وژنه موږ دې ته پاروي چي موږ هم وسله او ټوپک را واخلو او د حالات په خرابولو کي خپله ونډه واخلو،خو موږ به هیڅ کله داسي ونه کړو.موږ پر سیاسي،جمهوري او پارلیماني سیاست یقین لرو او هم له دغي لارو به د ظلم ضد خپلو هڅو ته دوام ورکوو.٬٬
د پنجګور پولیس دمولانا احتشام وژنه هدفي بللې ،خو ویلې چي تر دې دمه لا نه د مالومه شوې،د پېښې تر شا د چا لاس دۍ او نه بیا چا پخپله د پېښې پړه په غاړه اخیستې ده.
XS
SM
MD
LG