د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار په اطرافو کې تړلې لارې، او د ولس ستونزې


په کندهار کې د سردار مدد خان څلور لاره
په کندهار کې د سردار مدد خان څلور لاره
سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار
- د افغانستان د کندهار د لرې پرتو سيمو اوسېدونکي وايي چې د شپې له خوا يې له کليو څخه ښار ته تللې ټولې لارې يا خو د دولت مخالفو وسله والو کسانو له ماينونو ډکې کړې او يا يې بهرني سرتېري نه ورباندې پرېږدي.

دوى وايي که د شپې له خوا کوم ناروغ ورته پېښ شي نو مجبوره وي چې هر څنګه وي تر سهار پورې يې په کور کې وساتي.

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي عبدالحليم له مشال راډيو سره په خبرکې وويل چې له ماښامه نېولې تر سهاره پورې د کلي کوڅې او ښار ته تللې لار بندې وي .

دده په خبره د شپې له خوا په لارو باندې يا خو د وسله والو له لوري د خښو شويو ماينونو وېره ورسره وي او که هغه نه وي نو ډارېږي چې بهرني سرتېري پرې ډزې ونه کړي.

د عبدالرحيم په نامه يو تن هم وايي چې له وېرې څخه د شپې له کوره نه شي راوتلاى .

دى وايي ښار ته تللې ډېرې لارې د زياتو بمونو د چاوېدو له امله کنډې کپر شوې دي او کله چې دوى پرې د ورځې له خوا هم خپل مريض روغتون ته لېږدوي نو هغه په لاره ژوند له لاسه ورکوي.

بله خوا بيا دولتي چارواکي هم مني چې د دولت مخالف وسله وال وخت نا وخته د سړک پر غاړو ماينونه خښوي چې ډېر وخت يې قربانيان عام وګړي وي.

د کندهار د ولايتي شورا غړى حاجي اغا لالى دستګيري وايي چې د کندهار په ځينو سيمو کې د دولت وسله والو مخالفو د شبنامو له لارې خلکو ته ويلي د ي چې له ماښامه وروسته دي له کورونو څخه د باندې نه وزي ځکه چې دوى په لارو کې ماينونه خښ کړي وي.

دستګيري زياتوي چې وسله والو خلکو ته دا هم ويلي دي چې که د دوى ماين پر چا ور وچاودېد که پکې ټپي يا مړ هم شي نو دوى ته به ډېرش زره افغانۍ د جريمې په توګه ورکوي چې ولې يې د دوى خښ شوى ماين ور ضايع کړ.

د دولت مخالفو طالبانو لا تر اوسه پورې د شپې له خوا د خلکو پر ګرځېدو د بنديز او تر چاودنه وروسته د جريمې د اخيستلو په اړه څه نه دي ويلي .
دوې ورځې وړاندې هم ماښام مهال د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې يو تن لس کلن ماشوم د سړک د غاړې پر ماين ختلى وو چې له امله يې دواړې پښې له تنه بېلې شوې وې.
XS
SM
MD
LG