د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پیښور د کپړو په یو مارکیټ کې چاودنه شوې.


د پیښور په لیډي ریډنګ روغتون کې د چاودنې یو ژوبل ماشوم
د پیښور په لیډي ریډنګ روغتون کې د چاودنې یو ژوبل ماشوم
د صوبه خیبر پښتونخوا په سر ښار پیښور کې د کپړو په یو ماکیټ کې بمي چادنه شوې ده، چې پکې ۱۲ کسان ژوبل شوي دي.


د مشال خبریال خالد خان وایي، دغه چادنه د ښار په پجګي روډ په فقیر کلي سیمه کې د کپړو په یو دوکان کې شوې ده، چې د یوې ښځي او درو ماشومانو په ګډون پکي ۱۲ کسان ژوبل شوي دي.

ددغه دوکان مالک حاجی محمد په چاودنه کې سخت ژوبل شوی دې، چې حالت یی نازک ښودل کیږي.



د چاودنې ټول زخمیان د ښار لیډي ریډنګ روغتون ته وړل شوې دي، چې هلته یی علاج روان دی.


د پیښور د پولیسو مشر امتیاز الطاف مشال ریډیو ته ویلي، دوي کوشش کوي په ښار کې د امن وضع ښه کړي، او په دې لړ کې تر ډیر حده کامیاب شوی هم دي.


اخوا د صوبي په ټانک ضلع کې د فرنټیر ورکس اداري د یو ګاډي د سړک غاړي د بمي چادنې په پیښه کې د دغه ادارې درې کارکونکي ژوبل شوي دي.


د فرنټیر ورکس دغه کارکونکي جنوبي وزیرستان ته روان وو، چې د پیښې ښکار شول.
XS
SM
MD
LG