د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تونیس کې د رایو شمېرنه پیل شوه


په تونیس کې خلک د رایو اچولو لپاره په لیکو کې ولاړ دي
په تونیس کې خلک د رایو اچولو لپاره په لیکو کې ولاړ دي

په تونیس کې د انتخاباتو چارواکي ووټونه شماري. د تونیس ولس د اتوار په ورځ ووټونه واچول چې دا ډول یوه قانون سازه اسمبلي غوره کړي.

په تونیس کې پرون د لومړي ځل لپاره آزاد انتخابات ترسره شول چی نهه میاشتې مخکې د خلکو د پاڅون په نتیجه کې د پخواني صدر زین العابدین بن علي حکومت نسکور شو .

خو بيا هم تونیس د نورو هيوادونو لکه مصر او ليبيا لپاره ښه نمونه ده او د دغه هيوادونو خلک به د تونیس په نقش قدم ځي .

بن علي چې څه نا څه تر ۲۳ کالو پورې واکمن و د حکومت پر ضد د ولسي احتجاجونو وروسته په مصر، لیبیا، شام او نورو عربي هېوادونو کې د خلکو پاڅون ته لاره هواره شوه.

د انتخاباتي چارواکو په خبره په رجسټر شویو ۴.۱ ملین ووټ اچونکو کې له ۹۰ فیصده زیاتو خلکو رایې واچولې .

د بیلا بیلو مرکزونو نه راغلې ورستیو نتیجې ښيي د تونیس اسلامي ګوند النهضته تر ټولو مخکې دی.

د دې انتخاباتو لپاره په درجنونه ګوندونه رجسټر شوي وو چې وروسته به بیا آین جوړیږي او عبوري حکومت به و ټاکل شي.

د انتخاباتو رسمي نتیجي به نن یا د نهی په ورځ په ډاګه شي.

په تونیس کې په انتخاباتو د ورځپاڼي نیویارک ټایمز په یوه مقاله کې لیکوال ډېویډ ډي کیرکپېټریک لیکي پرون د اتوار په ورځ د تونیس خلکو د قامي اسمبلۍ لپاره ووټونه واچول چی دا رنګ دغه اسمبلۍ د ملک لپاره آيين او حکومت جوړ کړي.، په عرب نړۍ کې روان پاڅون د تو نیس څخه شورو شوي وو او اوس دا وړکې هيواد تونیس د جمهوريت په لور راوان شوي.

په مقاله کې وړاندې راغلي دي په تو نیس کې د يو ازاد خياله سياسي ګوند مشر مورسیل مازوکي وايي د تيو نس ولس نړۍ ته وښودل چې بغير د څه نظريې او په پرامنه توګه انقلاب څنګه راتلای شي . نوموړي زياته کړه هغوی اوس نړۍ ته ښودل غواړي چې ډيموکريسي څه رنګه په وجود کې راځي .

دی زیاتوي چې د ليبيا، مصر او شام غوندي هيوادونو باندي به دتو نیس د انتخابات لوي اثر پريوځي ځکه چې د ټولي عرب نړۍ تونیس ته سترګي دي.


مقاله لیکونکی ډېویډ ډي کیرکپېټریک لیکي تمه ده چې په تونیس کې منځ لاری اسلامي ګوند سياسي ډلي النهضته په اسمبلۍ کې زياتي څوکۍ وګټي. د دي ګوند مشران وايي هغوی د عرب نړۍ لپاره يو بل حکومتي ماډل جوړ کړی دی چې په کې به د اسلامي وصولو ترڅنګ د غربي جمهوريت اصول هم وي.

په يو امريکايي پوهنتون کې پوهاند او د مصر يو سياسي کارکونکی سمير سولمن وايي هغه هيوادونه چرته چې له هم خلک په پاڅون کې بوخت دي هغوي دا مهال تو نیس ته په رشک سره ګوري.

د ليبيا او مصر خلک په دي پوه دي چې تونیس کې نه يواځي لومړی پاڅون پیل شوي وو بلکې دغه یو وړوکی هيواد دی دي ، زياتره په کې د يو نسل خلک دي او تعليم يافته هم دي نو ځکه په کې انقلاب په اسانه او کاميابۍ سره سرته ورسيدو. د دي ترڅنګه د تونیس پوځ هم غوښتل چې واک يو منتخب حکومت ته وسپاري.

خو بيا هم تونیس د نورو هيوادونو لکه مصر او ليبيا لپاره ښه نمونه ده او د دغه هيوادونو خلک به د تونیس په نقش قدم ځي .

د ليبيا لنډ مهاله حکومت پرون د اتوار په ورځ د خپلي کاميابۍ اعلان وکړو خو مقاله ليکونکی زياتوي چې لا هم ډير څه پاتې دي ځکه چې د معمر قذافي ضد ټولې ډلې په مضبوطه توګه د يوبل سره نه دي تړل شوې.

بلخوا په مصر کې پارليماني انتخابات ته د يوي مياشت څخه هم کمه موده پاتي ده خو د دغه هيواد لنډ مهاله پوځي حکمرانانو د تونیس په شان د انتخاباتو لپاره هيڅ تياری نه دی کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG