د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار د حج و اوقافو مشر له بریده روغ ووت


د کندهار د حج و اوقاف مشر مولوي نور العزیز.
د کندهار د حج و اوقاف مشر مولوي نور العزیز.
سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار
- امنيتي چارواکي وايي چې چاودنه د شنبې په سهار د لسو بجو په شا و خوا کې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د هغه ماين د چاودېدو له امله شوې ده چې وار له مخه د سړک پر غاړه ځاى پر ځاى شوى وو .

د کندهار د والي وياند زلمى ايوبي وايي چې د پېښې ځاى ته د کندهار د حج او اوقافو د رييس د موټر له رسېدو سره سم چاودنه شوې خو دى ورڅخه روغ وتلى دى.

د حج او اوقافو رييس مولوي نور العزيز له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال وويل چې په چاودنه کې ورته کوم ځاني زيان نه دى اوښتى.

(( نن سهار [شنبه، د ۲۰۱۱ز کال د اکتوبر ۲۲مه] موږ پنجوايي ته د پاسپورټونو په راټولولو پسې تللي وو هلته د سړک د غاړې يو ماين زما په موټر وچاودېدو خو څه زيان يې نه دى راته رسولى ))

تر اوسه پورې د دولت مخالفو وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

مولوي نور العزيز تر دې وړاندې د دولت مخالفو طالبانو له لوري د کندوز د والي په توګه کار کاوو خو له افغان دولت سره تر يو ځاى کېدو وروسته د کندهار د حج او او اوقافو رييس مقرر شو.

څو ورځې په جنوب کې د دولت نظامي مسول او د سرحدونو وزير اسدالله خالد هم په کندهار کې له يو ځانمرګي بريد څخه روغ وتلى وو .
XS
SM
MD
LG