د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورپکو پر ضد باید عملیات وشي، کلنټن


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن له خپلې پاکستانۍ سیالې حنا رباني کر سره په اسلام اباد کې خبري غونډې ته روانه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن له خپلې پاکستانۍ سیالې حنا رباني کر سره په اسلام اباد کې خبري غونډې ته روانه ده.
اسلام اباد/ کابل - د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ویلي هیواد یې د پاکستان د خپلواکۍ درناوی کوي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال مېرمن کلنټن وویل باثباته او پر امنه افغانستان د پاکستان او د سیمې په ګټه دی.

هغې وویل له پاکستانیو چارواکو سره د خبرو پر مهال په دې موافقه شوې ده چې د حقاني اورپکه شبکه د سیمې لپاره خطر ده.

مېرمن کلنټن زیاته کړه چې د پولې دواړو خواوو ته باید د اورپکو پر ضد عملیات وشي او د دوی پټنځایونه باید ړنګ کړل شي.

د خبري غونډې پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر وویل، پاکستان د ترهګرۍ پر ضد د جګړې پر مهال له نړیوالې ټولنې سره ولاړ دی.

دې وویل، لکه څنګه چې د پاکستان وزیر اعظم ویلي، نو باید سولې ته یوه موقع ورکړل شي او د سولې لپاره باید خبرې اترې وشي.

حنا رباني کر وویل، د عملیاتو کولو نه کولو پرېکړه به د پاکستان ادارې کوي او دا چې په پاکستان کې پارلېمان شته دی چې داسې فیصلې وکړي.

تر دې مخکې په افغان پلازمېنه کابل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل.

په کابل کې د خبري غونډې پر مهال افغان ولسمشر حامد کرزي وویل د طالبانو سر دفتر په پاکستان کې دی.
په کابل کې د خبري غونډې پر مهال افغان ولسمشر حامد کرزي وویل د طالبانو سر دفتر په پاکستان کې دی.
پر دې مهال افغان ولسمشر خبریالانو ته وویل، باور لري چې طالبان تر ډېره حده د پاکستاني ایسټیبلېشمنټ تر واک لاندې دي.

ده وویل، طالبان ((په پاکستان کې اوسي. هلته د دوی سر دفتر دی.))

حامد کرزي وویل، طالبان له پاکستانه عملیات کوي.

د افغان ولسمشر په خبره، داسې نه ده چې وايي له پاکستان سره خبرې کول غواړي نو دې هیواد ته ګوته نیسي، ((بلکې د دې مانا دا ده چې موږ د خبرو لپاره د مناسب ځای او سم واک لرونکو سره د خبرو په هڅه کې یو.))

په دې وروستیو کې د امریکا د لوړ پوړو چارواکو لخوا پر پاکستان د حقاني اورپکې شبکې د ملاتړ تور پورې شو چې بیا افغان چارواکو هم په سپینه پر پاکستان داسې تورونه پورې کړل چې پاکستان ترې انکاري دی.

له مېرمن کلنټن سره د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آی اې مشر جنرال ډېوېډ پیټرییس او د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرال مارټن ډیمپسي هم د سفر ملګري دي.
XS
SM
MD
LG