د لاسرسي ځای

تازه خبر

هرات: ېوې چاودنې د افغان پوځ ۵ سرتېري ووژل



راپورونه وايي، نن له غرمې مخکې د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماین په یوې چاودنې کې د ملي اردو پنځه عسکر ووژل شول.

د هرات د والي ویاند محي الدین نوري ازادي راډیو ته وویل، د ملي اردو د عسکرو موټر د ګزمې په حالت کې و، چې ماین پرې وچاودیده.

بل خوا د بادغیس ولایت چارواکي وايي، چې تیره شپه د دې ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې په یوې ځان وژونکې حملې کې درې ملکي کسان او دوه د ملي اردو عسکر ووژل شول.

د بادغیس د والي ویاند شرف الدین مجیدي ازادي راډيو ته وویل، چې ځان وژونکي حمله کوونکي له چاودیدونکو موادو ډک واسکټ په تن کړی و او د یوه روغتیايي کلینک تر څنګ یې د ملي اردو په عسکرو چاودنه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG