د لاسرسي ځای

تازه خبر

"حج فرض دی نه سیالي او فېشن"


په سعودي عرب کې کعبه شریفه
په سعودي عرب کې کعبه شریفه


نیازموسی خیل،کوټه

د وړوکي اختر له ختمیدو وروسته،کله چې لوی اختر په رانږدې کیدو شي،نو ورسره مدینې منورې او مکې معظمې ته د حاجیانو د تګ لړۍ پیل شي.په دوی کې ډېری هغه ځینې وي چې په لومړي ځل حج ته ځي،خو د هغو شمیره هم کمه نه وي په دویم،دریم او حتا په څلورم ځل حج کولو ته روان وي.

د علماوو وینا ده،پر هر صاحب حیثیت مسلمان،په ژوند کي یو وار حج کول فرض دي او پخپله پیغمبر اسلام،حضرت محمد صلا الله علیه وسلم په خپل ژوند کي یواځي یو وار حج کړی وو،سره له دې چې هغه د نور ځل لپاره هم د حج کولو پوره پوره توان درلود.

پوښتنه دا ده چې په سیمه کې خلک ولې په بیا بیا حج کولو ته ځي؟

د کوټې یو اوسېدونکی محمد عالم وايي ،د نن سبا په حالاتو کي یو ځل حج کول کافي دی.دده په خبره هغه څوک چې په بیا بیا حج کوي،هغوي ډیري پیسې لري،نو نه پوهیږي،چې څنګه یې ځای کړي.ځکه چې کله هم موقع تر لاسه کړي،حج ته مخه کړي.

یو بل کس حمید الله بیا وایي، پر ځای د دې چې سړی بیا بیا حج ادا کولو ته ځي، نو پکار دا ده چې د غریبو او بې وسه کسانو سره مرسته او کومک وکړي،ولي چې نن سبا په وطن کي غریبي او خواري بیخي زیاته شوې ده.ځکه دغه بې وزله خلک د مرستي زیاته اړتیا لري.که بیا هم ډیره ضروري وي،نوپر خپل ځاۍ بل غریب کس دي حج ته ولیږل شي.دا به یقینًا ډیر ثواب ولري.

حمیدالله زیاتوي،اوس خو په بیا بیا حج کول یو ډول د نامه او سیالي خبره ګرځیدلې ده.٫٫ډیرخلک شته،چې د ځان د مشهوري،او نامه لپاره دریم او څلورم ځل حج کوي.که په عزیزانو کې یې څوک ۲ حجه وکړي،نو دا دی د ځان کمزوري ګڼي او کوښښ کوي چې درې حجه وکړي،چې خپلو عزیزانو،دوستانو او ګاونډیانو ته وښيي ،چې دی هم څومره زور او وس لري!.٬٬

یو بل کس نذرګل بیا په بیا بیا د حج کولو په حق کې دی.نوموړی وایي:٫٫که یو چا ته په بیا بیا د الله پاک د کوراو د نبي پاک د روضې زیارت کولو زمینه او موقع برابریږي.دا خو بختور کسان دي، چې له دغه نعمته برخه من کیږي.٬٬


عالمِ دین،مولانا فضل محمد بیا منځنۍ لاره خوښوي.دی وایي،د دینِ اسلام له نظره،په بیا بیا حج کول منع نه دی او نه دا ګناه ده،بلکه دا يو ډیر لوی ثواب دی،البته وخت ،زمانې او حالاتو ته کتل پکار ده.

علما دا فکر کوي چې که په سیمه او وطن کې حالات داسې وي چې خلک له افلاس،غریبي،لوږې او خوارۍ سره ډېر زیات مخامخ وي،نو بیا دا پیسه پر ځای د نفلي حج او نفلي عمرې کولو په هغو آفت زده او ځپلو خلکو لګول زیات ثواب لري.

خلک دا فکر هم کوي چې باید حکومتونه داسي پالیسي او قانون جوړ کړي،چې له یوه یا دوه حج کولو وروسته،د بیا بیا حج کونکو لپاره موقع او چانس کم او سخت کړل شي،البته بندیز دي ورباندي نه وي.
XS
SM
MD
LG