د نړۍ په ګڼ شمېر هیوادونو کې د بېنکدارانو ، سیاستوالو او د روان اقتصادي بحران پر ضد لاریونونه شوي دي.
په دي لړ کې تر ټولو پراخ او له تشدده ډکې مظاهرې د اټلي په پلازمېنه روم کې تر سره شوې چیري چې پولیسو د قهرجنو مظاهره چیانو د منتشر کولو لپاره پر هغوی اوښکې بيوونکی ګېس او د اوبو ګزارونه وکړل.
د فرانس پریس خبري اژانس له مخې په نیویارک کې هم په داسې حال کې اویا مظاهره چیان نیول شوي چې په ټایم سکوایر کې یې لاریون کاوو.
د سرمایه دارانه نظام پر ضد په نیویارک کې د پیل شوي احتجاج لړۍ اوس نړیواله بڼه خپله کړې ده .د شنبې په ورځ د دوه اتیا اشیايي ، اروپايي ، افریقايي او امریکايي هیوادونو په نهه سوه یو پنځوس ښارونو کې مظاهرې تر سره شوې.