د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پنجشېر کې پر امریکايانو برید


په افغانستان کې نن پنځه وسله وال هغه مهال ووژل شول چې دوی د پنجشیر په ولایت کې د امریکایي ځواکونو پر مرکز برید وکړ.

د پنجشیر د پولیسو مشر جنرال محمد قاسیم جنګلباغ وویل، بریدکوونکو دوه افغان ساتونکي ټپیان کړل خو ونه توانیدل چې د رخې په ولسوالۍ کې د دغه پوځي مرکز په دروازه ننوځي.
د ناټو ویاند کپټن ایوني کالهون وویل، کوم امریکایي ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او مالي زیان هم نه دی رسیدلی. طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG