د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې دوه ورځې رخصتۍ


د پاکستان په ټولو وفاقي ادارو کې له نن څخه د دوو رخصتیو یا چټیانو پر پریکړه عمل پیل شوی دی خو په صوبو کې لا په دې اړه هيڅ پريکړه نه ده شوې.

د پاکستان وفاقي کابينې دا پریکړی په ملک کې د بجلۍ پر بحران د قابو میندلو لپاره کړې ده. د دی پریکړی له مخی به په ټولو سرکاري ادارو کې دوه ورځې يعنې د شنبې او یکشنبې په ورځ رخصتي وي. کابينې ويلي دي چی په صوبو کې به د دې رخصتیو په اړه پریکړه د مشترکه مفاداتو په کونسل کې کیږي. له پرېکړې سره سم له نن څخه د اسلام آباد او ټولو وفاقي ادارو کې رخصتي ده او ورسره د سټيټ بينک ټول مرکزونه او بېنکونه هم بند دي. بله خوا د پنجاب صوبې دا پريکړه نده منلې او وایی هغوی په دې برخه کی په اعتماد کې نه وو اخستل شوي. بل پلو په خيبر پختونخوا کې هم نن ټولې ادارې خلاسې دي، او د اطلاعاتو صوبایي وزير ميا افتخار حسېن ویلي په دې اړه چې د مشترکه مفاداتو په کونسل کې کېدونکې پرېکړې ته به ژمن وي. ددې تر څنګ بلوچستان او سنده هم لا تر دې دمه څه فيصله نه ده کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG