د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: ایران سره د ترهګرۍ د منصوبې په اړه رابطې


نیول شوی مشکوک کس، منصور ارباب سیار
نیول شوی مشکوک کس، منصور ارباب سیار
اسرار عالم مومند، مشال راډیو

پراګ
- امریکا ویلي د سعودي عرب د سفیر د وژنې په تور له تورن ایران سره یې مستقیمې رابطې پیل کړې دي.

د زیارت په ورځ، په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ ویاندې ویکټوریا نیولینډ خبریالانو ته ویلي ول:

((زموږ له ایران سره په دې اړه، مستقیمې رابطې دي. زه نور وضاحت ورکول نه غواړم خو دومره وایم چې د دې مسلې په اړه زموږ له ایران سره نېغ په نېغه اړیکي دي.))

ویکټوریا ویلي هغه په دې عقیده ده چې د امریکايي چارواکو او ایران تر منځ په تورن ډول د ایران لخوا د سعودي عرب د سفیر د وژنې لپاره جوړې شوې منصوبې په اړه رابطې د چارشنبې له ورځې پیل کړې دي.

ایران او امریکا هیڅ قسمه ډیپلوماټيکي اړیکي نه لري او د سویټزرلینډ د سفارت له لارې سپینه ماڼۍ په تهران کې خپل استازیتوب کوي.

پر ایران د دې تور په اړه د جمعې په ورځ امریکايي ولسمشر باراک اوباما په ښکاره ویلي ول چې دا منصوبه د تهران د سختدریځې رویې برخه ده.

بل پلو د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال علي اهاني وي دي چې د امریکا لخوا دا تورونه دومره پېچلي او ګډ وډ دي چې خپله د امریکا سیاسي چارواکي او رسنۍ ورته د شک په سترګه ګوري.

خو ویکټوریا نیو لینډ د ایران دا څرګندونې ردوي.

مشکوک ایراني نسله کس منصور ارباب سیار هغه مهال نیول شوی وو چې د نوموړي په عقیده هغه د نشه یي توکو یوه میکسیکن کاروباري ته په واشنګټن کې د سعودي عرب د سفیر عادل الجبیر د وژنې کار سپارلی وو، خو دا منصوبه هغه مهال ناکامه شوه چې دا مشکوکه میکسیکن ګینګسټر د امریکا د استخباراتي ادارې غړی وخوت.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG