د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان :د څه نا څه ۵۰ وزیرانو لپاره ۳۵۰ ساتونکي



نیازموسی خیل،کوټه

د بلوچستان حکومت اعلان کړی چې د وزیرانو د ساتني لپاره به ۳۵۰ نوي لیویز سپاهیان په کار ګماري.چارواکیو ویلي،دوي دا ګام د دې لپاره اخلي چې وزیرانو ته په صحیح توګه ساتنه ورکړي او وزیران دې ته و هڅوي چې د سرکار له اړخه ورکړل شوي لیویز ساتونکې دي له ځان سره ګرځوي او خپل شخصي وسلوال ساتونکې دي لیري کړي.


که له یوې خوا حکومت دا یو ښه ګام بللۍ،خو هلته عام خلکو پر دې سختي نیوکې کړې دي.د عبدالصمد په نامه یو کس وایي،دا ناممکنه ده چې د حکومت له اړخه د لیویز ساتونکو ورکولو وروسته،وزیران به خپل شخصي ساتونکې له ځانه لیري کړي.ولي چې وزیران کله د چا خبره مني او کله د چا تر واک لاندي کار کوي؟عبدالصمد زیاتوي:٫٫تاسو په بلوچستان کې د وزیرانو ژوند لیدلی دی ؟دوی څنګه په عیاشي کې ژوند تیروي او غریب ولس په څنګه حال کې دی!وزیران چې څه وغواړي هغه کوي او غیرب اولس حریان دۍ چې د ماښام ګوله ډوډۍ څنګه برابره کړي.له دغي وجې زه دا وایم چې دا د حکومت یوه ډیره غلط فیصله ده.٬٬

یو بل کس عبدالرحمن هم د حکومت دا اعلان مثبته نه بولي.دۍ وایي،دا هم د وزیرانو یوه پلمه ده.اصل خبره به دا وي چې دوی خپل ۳۵۰ عزیزان او دوستان خوشحاله کړي او هغوي ته دغه نوکرۍ ورکړي،ګني نور د وزیرانو د ساتنې دومره لویه کیسه به نه وي.

عبدالرحمن زیاتوي:٫٫د بلوچستان وزیران له وړاندي پر ولس دروند بار دي.د ۶۵ په اسمبلۍ کې ټول ۵۰ سره وزیران دي.محکمې یې په برخو ویشلې دي او ځان ته یې د وزارت لاري هوارې کړې دي.یوه د تعلیم محکمه را واخله.په ۳ څانګو یې ویشلې او ۳ وزیران یې ورته ورکړي. مهمه خبره دا ده،چې په دغه اعلان کې د عامو خلکو لپاره څه دي؟وزیران خو له پخوا څخه په وسلوال ساتونکو کې را ګیر دي.اصل ستونزه خو د غریب اولس ده.اصل سکیورټي ته اړتیا خو اولس لري.٬٬

د خلکو له نیوکو او له دغه تازه اعلانه وروسته پوښتنه پیدا کیږي چې په صوبه کې حکومت و یو وزیر ته څومره آسانتیاوي ورکوي؟دا پوښتنه مي پر سیاسي چارو نظر لرونکۍ،حیاتُ الله کاکړ څخه وکړه.

نوموړي په ځواب کې وویل،حکومت و وزیر ته شاوخوا ۱ لک پاکستانۍ روپۍ تنخوا ورکوي،چې دا دیوه عام کس د ۱۰ یا ۱۵ میاشتو د تنخوا برابره جوړیږي.بل په سر ښارکوټه کې د اوسیدو لپاره بنګله ورکوي.که بنګله نه وي،بیا شاوخوا ۴۰ یا ۵۰ زره د اوسیدو لپاره جدا ورکوي.د وزیر لپاره ۲ ګرانې ګاډۍ مختص دي.یوه له کوره تر دفتره تلو پوري او بل په صوبه کې د سرکاري دورو لپاره که یو وزیرله کوټي بهر پر دوره ولاړ شي نوحکومت د کلو میتر په حساب ده ته سفري خرڅ ورکوي.دغه رنګه د ټیلیفون او پټرول،ډیزل خرڅې له دې نه علاوه دي.

خلک وایي،سمه ده،که حکومت د وزیرانو د ساتنې غم خوري،نو څه بده خبره نه د ه،خو د دوی په وینا،انصاف به هله وي،چې د ولس د ژوند ښه کولو لپاره هم ګامونه واخیستل شي
XS
SM
MD
LG