د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ډپلومېټ په کوسوو کې د م.م ځانګړی استازی وګمارل شو


د ملګرو ملتونو عمومي سیکټری بان کي مون اعلان کړې چې په کوسوو کې یې ملګرو ملتونو د ماموریت لپاره د افغانستان ډپلومیټ فرید ظریف د ادارې د ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دې.
نوموړې به د اټلي سره تعلق لرونکي لیمبرټو زینییر ځای نیسي ، چې د روان کال تر جون میاشت پورې یې په کوسو کې د ملګرو ملتونو د ماموریت چارې په موقتي توګه سنبالولې.
د ملګرو ملتونو په بیان کې ویل شوي ظریف په ډپلومیټيکي ، نړیوال او د ملګرو ملتونو په چارو کې د کلونو تجربه لري . چې وړاندې یې د افغانستان دننه او بهر دنده تر سره کړې.
هغه د 1981 م او 1987 م تر مینځ د افغانستان لخوا د ملګرو ملتونو سفیر و.
XS
SM
MD
LG