د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې د برید سازش ناکامه کړل شو


ارباب سیار په 29م ستمبر د نیو یارک له جان ایف کېنیډي هوایي میدانه نیول شوی وو.چې په امریکا کې د سعودي عرب د سفیر د وژلو سازش یې جوړ کړی وو.
ارباب سیار په 29م ستمبر د نیو یارک له جان ایف کېنیډي هوایي میدانه نیول شوی وو.چې په امریکا کې د سعودي عرب د سفیر د وژلو سازش یې جوړ کړی وو.
امریکایي چارواکو له هغې وروسته د ایران پر ضد د لا ګامونو اخیستو دړکه ورکړې چې کله امریکايي انتظامیې له ایراني حکومت سره د تړاو لرونکو دوو مشکوکو کسانو سازش نا کامه کړ.دوی هڅه کوله چې په امریکايي خاوره د متحده ایالاتو لپاره د سعودي عرب سفیر ووژني.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تورونه رد کړی او دایې بې بنیاد اودروغ بللي.
امریکایی چارواکو ويلي په دې سازش کې د ایراني حکومت ایجنټان ککړ دي چې هڅه یی کوله د میکسکو دنشیی توکیو د سمګلرانو له ډلې وژونکي په کرایه واخلي چې په امریکا کې د سعودي عرب سفیر عدیل ال جوبیر په ووژني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ويلي د نورو حکومتونو سره به پر دې صلا کوي چې ایران د دې سازش په ترڅ کې نور هم یواځې کړل شي،"

هیلري کلنټن وایي ، موږ به په نړۍ کې د خپلو ملګرو سره سلا کوو چې څنګ یو داسې سخت پیغام ورسو چې داسې کارونه چې د نړیوالو اصولو سرغړونه کوي، پکار ده بند کړل شي. او داسې نورو برخو کې هم ټینګه همکاري وکړو چې ایران ته یو سخت پیغام ورکو او په دې به غور کو چې څنګ دا هیواد د نړۍ نه جدا کړو. ٬٬

امریکايي چارواکو ددغه سازش په تور دوه کسان نیولي چې یو یې ۵۶ کلن منصور ارباب سیار دی چې د امریکا باشنده جوړ شوی او له ده سره ایراني او امریکايي پاسپورټونه ول.او بل غلام شکوري دی چې د ایران مېشتي قدس ځواک غړی بلل کېږي.

ارباب سیار په 29م ستمبر د نیو یارک له جان ایف کېنیډي هوایي میدانه نیول شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG