د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر دا پوچه ګفتګو چې زه یې اورم په نغمه په ترانه د رباب خوښ یم


Rahman baba great pashto poet
Rahman baba great pashto poet
د پښتو د ستر صوفي شاعر عبدالرحمان بابا یو غزل چې له لارښونې او پندونو ډک دی.


زه د یار په درد وغم کې غرقاب خوښ یم
په دا اور کې بې طاقت و بې تاب خوښ یم

چې د یار د خط وخال نښې په کې وي
ځوړند سر په مطالعې د کتاب خوښ یم

تر دا پوچه ګفتګو چې زه یې اورم
په نغمه په ترانه د رباب خوښ یم

د ریا تر ناقبوله عبادت زه
د ساقي په میو مست وخراب خوښ یم

چې نه علم نه تسبیح نه تلاوت وي
تر دا هسې بې خوبۍ یه په خواب خوښ یم

د طوبی د ونې سیوری مې خوښ نه دی
ستا د مخ په لمبو سوی کباب خوښ یم

خاموشي که هر څو لویه مرتبه ده
زه له یار سره په سوال وجواب خوښ یم

د یار ډېرې غم خوارۍ یم عاجز کړی
رحمن ځکه په خوردن د شراب خوښ یم



د ځینو ټکیو معناوې

غرقاب: ژورې اوبه ،ګرادب ،په اوبو کې غرق شوی،ډوبېدل،تباکېدل،غوپېدل

بې تاب:- ناتوانه،بې وسه

طوبی :د جنت یوه ونه
XS
SM
MD
LG