د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستاني بریدونو نړیوالو ځواکونو ولې غلي دي.افغان سنټران


د افغانستان د مشرانو جرګه(سېنېټ)
د افغانستان د مشرانو جرګه(سېنېټ)
د افغانستان د مشرانو جرګې (سېنېټ) پرون داتوار په ورځ یو ځل بیا د پاکستان له خوا د افغانستان پر ختیځو پولو د پرله پسې راکټي بریدونو غندنه وکړه.

یوشمیر سېنېټرانو د نړیوالو ځواکونو پرمشرانو هم نیوکې وکړې چې ولې یې تراوسه د پاکستان له لوري د توغندیو په بریدونو غلي دي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار په سېنېټ کې له تودو بحثونو وروسته وویل چې د دې جرګې یو پلاوی به ډیر ژر په دې اړه له ولسمشر کرزي سره خبرې وکړي.

مشرانو جرګې تر دې وړاندې د ملګروملتونو امنیت شورا ته هم په دې اړه یو سرخلاصی لیک استولی وو.

بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی هم پرون د اتوار ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې که د افغانستان په ختیځو ولایتونو د پاکستان له لوري د توغندیو د بریدونو مخه ونه نیول شي، نو د دواړو هیوادونو په اړیکو به بده اغیزه وکړي.

د کونړ چارواکو ویلي چې په تیرو دوورځو کې په کونړاو نورستان ولایتونو له دیرشو زیات توغندي لګیدلي چې څو تنه یې ټپیان کړي او یو شمېر څاروي یې له منځه وړي دي.

رپوټونه وايي پر ډیورنډ کرښه د افغانستان لور ته د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو لخوا د پرله پسې بریدونو له لاسه له سیمې ګڼو خلکو کډې بار کړي دي
XS
SM
MD
LG