د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هېلمند کې د خلکو 'حلالونکې' ډله نیول شوې ده


له نیول شویو کسانو سره ډېره وسله هم حکومت په خپله ولکه کې اخیستې ده.
له نیول شویو کسانو سره ډېره وسله هم حکومت په خپله ولکه کې اخیستې ده.
سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار
- د افغانستان په هېلمند ولايت کې پوليسو د وسله والو طالبانو هغه ډله نيولې ده چې پر بهرنيو او کورنيو سرتېرو به يې بريدونه کول او په کليو کې به يې له خلکو څخه په تار سرونه غوڅول.

پوليس وايي چې له دغې ډلې سره يې په زياته اندازه چاودېدونکي توکي او وسلې هم نيولې دي.

دغه لس کسيزه ډله چې پکې د وسله والو طالبانو دوه تنه قومندان هم شامل دي، د هېلمند ولايت په ناد علي ولسوالۍ کې نيول شوې ده .

د هېلمند امنيتي چارواکي وايي چې له نيولو شويو وسله والو سره يې يو راکټ، لاسي او غټ ماينونه ، مرمۍ او يو شمېر درنې وسلې هم نيولې دي.

د چارواکيو په خبره، نيولو شويو وسله والو به د نادعلي او مارجې په ولسواليو کې په بهرنيو او کورنيو سرتېرو بريدونه کول او د کليو له اوسېدونکيو څخه به يې په تارونو سرونه غوڅول .

د هېلمند د والي وياند داوود احمدي وايي چې نيولو شويو کسانو په خپلو جرمونو اقرار کړى دى او دا مهال د دوى په ولکه کې دي: (( دغه ډله په ناد علي کې نيول شوې او دوه تنه ملګري يي په ناوه کې هم نيول شوي دي . دوى به په تارونو خلک حلالول. له دوى سره په زياته اندازه وسلې او چاودېدونکي توکي هم نيول شوي دي. او هغه تارونه يي هم ورسره نيولي چې له خلکو څخه به يې پرې سرونه پرې کول. دا مهال دوى په خپلو جرمونو اعتراف هم کړى دى.))

د احمدي په خبره په نيولو شويو۱۰ تنو کې دوه تنه د طالبانو جنګي قومندانان هم شامل دي چې په داسې حال کې نيول شوي چې پر پوليسو يې د بريد لپاره ځان چمتو کاوو .

د دولت مخالفینو طالبانو لا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG