د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مرکزي اسییا او روسیې د نشیی توکیو تېری کېږي


د روسیې د بهرینو چارو وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې وینا کوي
د روسیې د بهرینو چارو وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې وینا کوي
روسیه وایي، له افغانستانه د مرکزي اسییا او روسیې په لاره د مخدرو توکیو قاچاق لوی ګواښ دی او باید سنجیده پاملرنه ورته وشي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاروف وايي، له افغانستانه روسیې او مرکزي اسیا ته د اپیمو قاچاق د دې هېوادونو لپاره لوی خطر راڅېرمه کړی دی.

د روسیې د بهرینو چارو وزیر چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې یې خبرې کولې، وویل، په افغانستان کې له نړیوالو مرستندویه ځواکونو څخه غواړي په دې برخه کوټلې مبارزه وکړي.نوموړی زیاتوي، دا ویلی شو، چې پر مرکزي اسیا او روسیې باندې د اپیمو په مټ تېری کیږي، خو له مخدرو موادو څخه لاس ته راغلي پیسي بیا په سیمه کې د سخت دریځو لویه مالي سرچینه ده.″

سرګې لارف په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د اسامبلۍ ګډون کونکو ته وویل، چې دا مساله ډېره جدي او د پاملرنې وړ ده.

هغه په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو ځانګړې پاملرنه وغوښته او ویې ویل، د افغانستان د مخدرو موادو له درکه چې کوم ګواښ روسیې او مرکزي اسیا ته ورپېښ دی، باید ورسره سنجولې مبارزه وشي.

لاوروف د بن په دوهم کنفرانس کې ګډون کوي:

سرګې لاروف به د بن د دوهم کنفرانس یو ګډون کونکی وي او تمه کیږي، چې په دې کنفرانس کې به په افغانستان کې د مخدرو موادو سره د مبارزې په برخه کې د روسیې هڅې او دريځ بیان کړي.

تر دې دمخه هم مسکو د مرکزي اسیا له لارې روسیې ته د مخدرو موادو د قاچاق په اړه اندیښنه ښودلې وه او په دې برخه کې یې له نړیوالو ځواکونو هم د لا ډیرو هڅو غوښتنه کړي وه.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې افغانستان د نړۍ په سطح د مخدرو موادو لوی تولیدونکی هیواد دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG