د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امنیت چارې پر مخ شو: طالباني


عراقي وزیر اعظم جلال طالباني ویلي د هېواد امنیتي ځواکونه یې تیار دي چې د امریکايي سرتېرو له وتلو سره د امنیت چارې په خپلو لاسو کې واخلي.

پرون د امریکا په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا پر مهال طالباني وویل: ((د روان کال تر پایه به امریکايي ځواکونه، د دواړو هېوادونو تر منځ د ۲۰۰۸ کال د تړون تر مخې د خپلو سرتېرو ایستل بشپړ کړي. زموږ امنیتي ځواکونو زبات کړې ده چې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې او د امنیت د ټینګښت وړتیا لري. البته، عراقي حکومت، چې خپلو ضروریاتو ته ګوري، به د امریکايي سرتېرو او نورو کار پوهانو یو شمېر په هېواد کې وساتي چې د هغوی مهارت د عراق له اړتیا سره سم، د روزنې او د کیفیت و صلاحیت زیاتولو لپاره وکاروي.)) د چار شنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو عمومي شورا ته د وینا پر مهال، امریکايي ولسمشر باراک اوباما ویلي ول، امریکايي سرتېري به د روان کال تر ډیسیمبره له عراقه د ټاکل شوي نظام الاوقات تر مخې، ووځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG