د لاسرسي ځای

تازه خبر

له حقاني سره تړاو، د پاکستان و امریکا اړیکي کړکېچن


د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني د امریکا د ټولو ځواکونو مشر ایډمرل مایک ملن خبرې اوري. د ۲۰۱۱ز کال د سپټمبر ۱۶مه، انځور په هسپانیې کې اخیستل شوی دی.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني د امریکا د ټولو ځواکونو مشر ایډمرل مایک ملن خبرې اوري. د ۲۰۱۱ز کال د سپټمبر ۱۶مه، انځور په هسپانیې کې اخیستل شوی دی.
رپورټ: مشال راډیو

پراګ
- د امریکا یو لوړ پوړی پوځي چارواکی پر داسې مهال په پاکستان کې د پوځ له مشرانو سره غونډه لري چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي له کړکېچ سره مخامخ شوي دي.

په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت ویاند اسوشي اېټډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې د امریکا د مرکزي کمانډ مشر جنرال جېمز میټیز د جمعې په شپه پاکستان ته رسېدلی دی او دی به د پوځ له مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني سره ویني.

تر اوسنیو تورونو وروسته د پاکستان و امریکا اړیکي

د دواړو هېوادونو اړیکي هغه مهال کړکېچن شول چې امریکايي چارواکو د پاکستان پر استخباراتي ادارې آی ایس آی، په ګاونډي هېواد افغانستان کې د یاغي ډلو د مرستې تورونه پورې کړل.

له حقاني شبکې سره د نورو هېوادونو اړیکي

د پاکستان د پوځ مشر دا تورونه بدمرغه او بې اساسه بللي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر لخوا د جمعې په ورځ په خپور شوي یوه بیان کې ویل شوي، د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني د امریکا د ټولو ځواکونو د مشر ایډمرل مایک ملن وروستي بیانونه ((پر حقیقت بنا)) نه بولي.

بیان وايي: ((دا په ځانګړي ډول لا نوره خپه کوونکې خبره ځکه هم ده چې په هسپانیې کې له ایډمرل ملن سره مثبته غونډه شوې وه.))
بیان لیکي، له حقاني اورپکې شبکې سره د تړاو د ځانګړې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان د پوځ مشر ویلي: ((ایډمرل ملن ته پوره مالومات دي چې کوم هېوادونه له حقاني [ډلې] سره اړیکي لري.))

په بیان کې راغلي، په دې مورد کې یواځې پاکستان ته ګوته نیول نه هم مناسبه ده او نه هم څه لاس ته راوړنه لرلای شي.

جنرال کیاني په سوچه ډول د وسله والو له لارې د جګړې کولو او له حقاني شبکې سره د آی ایس آی د ملاتړ تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي: ((له داسې بیانونو او تورونو ښه دي چې په افغانستان کې د ثبات او سولې لپاره تعمیري او با مانا ګامونه واخیستای شي. او دا هغه کار دی چې پاکستان ورته په بشپړ ډول ژمن دی.))

حقاني شبکه د پاکستان مټ

د پنجشنبې په ورځ، د امریکا د ټولو ځواکونو مشر ایډمرل مایک ملن ویلي ول: ((حقاني شبکه د پاکستان مټ دی)).

ایډمرل ملن پر آی ایس آی تور پورې کړ چې په کابل کې د حقاني شبکې لخوا په شویو بریدونو کې، چې د سپټمبر په ۱۰مه او ۱۳مه تر سره شول، لاس لري او دا چې حقاني شبکې ته مرستې ورکوي.

هلته د امریکا د سپینې ماڼۍ یوه پخواني مشاور، بروس ریډل هم د پنجشنبې په ورځ وویل: ((امریکايي چارواکي داسې شواهد لري چې ترې ثابتېږي د پاکستان آی ایس آی د کابل په بریدونو کې له اورپکو سره ټیلي فوني اړیکي لرل.))

دا لومړی ځل نه دی چې پر پاکستاني استخباراتي ادارې داسې تورونه پورې کېږي.

تر دې مخکې په ۲۰۰۸ز کال کې هم هند پر آی ایس آی تور پورې کړی وو چې د ممبۍ په ترهګرو بریدونو کې یې له وسله والې ډلې لشکر طیبه سره اړیکي لرل او مرسته یې ورسره کړې وه. خو پاکستان دا تورونه ردوي.
XS
SM
MD
LG