د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې شپږ کلينيکونو ته ودانۍ جوړيږي


د افغانستان د روغتيايي چارو سر پرست وزيره ثريا دليل جلال اباد ته په سفر تللې
د افغانستان د روغتيايي چارو سر پرست وزيره ثريا دليل جلال اباد ته په سفر تللې

بازمحمد عابد جلال اباد

د افغانستان د روغتيايي چارو سر پرستې وزيرې ثريا دليل جلال اباد ته په يوه لنډ مهاله سفر کې د پوليو د ناروغى په ضد د واکيسن د څاڅکو د تطبيق توصيه د ننګرهار د مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړه، نوموړې وويل:
(( نړيواله ټولنه د ګوزڼ د ناروغۍ د وروسته پاتې بقاياوو په له منحه وړولو کې ژمنه ده. تر څو چې دغه ويروس په ټوله نړى کې له منځه لاړ نه شي، ددغې ناروغۍ خطر به ټولې نړۍ ته متوجه وي.))

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال د روغتيايي چارو له وزيرې وغوښتل چې د ننګرهار مرکزي روغتون دې په تهجزاتو او اسانتياوو سمبال کړي:
(( د منطقې په سطحه دلته يوه شفاخانه ده. نو په کار ده چې د ټولو ناروغيو د معايناتو الات موجود وي. له ايم ار اى، سيټي سکين او دې ته ورته ټول روغتيايي معاينات په کې تر سره شي. ځکه زموږ ډير ناروغان پاکستان او حتى هندوستان ته د علاج له پاره روان دي.))

ثريا دليل هم دا مني چې بايد د ننګرهار مرکزي روغتون دې ټولې اسانتياوې ولري:دې وويل:
(( زه دې خبرې سره بيخي موافقه لرم چې ننګرهار کې د يوه مجهز روغتون اړتيا شته. دا د خلکو ضرورت دى، دا د دې خيتځ زون ضرورت دى. جلال اباد داسې يو مهم ځاى دى چې د اکثرو افغانانو پرې لاره ده. زه به کوښښ وکړم چې د دې اړتياوو د پوره کولو په خاطر مالي مرستې پيدا کړم.))

دې زياته کړه چې په جلال اباد کې د پاکستان په مرسته د ګردو د عصري او ماډرن روغتون چارې د بشپړيدو په حال کې دي.
(( زه چې کوم مالومات لرم په ننګرهار کې د ګردو د روغتون تعميراتي چارې تر نوي فيصدو پورې تر سره شوي او ما چې په دې اړه د پاکستان له سفير سره خبرې کړي، هغوى وعده راکړې چې د ٢٠١١ کال تر پايه به يې تعميراتي چارې بشپړې شي. د روغتيا وزارت په پام کې لري د ګردو دا روغتون په نړيوالو معيارونو برابر کړي، ځکه چې په ټول افغانستان کې به د ګردو دا لومړنى روغتون وي.))

دې زياته کړه چې د جلال اباد ښار کې د مخدره موادو نه د مخينوي د روغتون نقشه يې تياره کړې او هغو شپږو کلينيکونو ته به ودانې هم جوړوي چې تر اوسه پورې د کرايه په کورونو کې فعاليت کوي.
XS
SM
MD
LG