د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې د ګوزڼ د ناروغۍ مخنیوي کمپاین


په کندهار کې واکسین ورکوونکی یوې ماشومې ته د ګوزڼ د ناروغۍ د مخنیوي څاځکي ورکوي.
په کندهار کې واکسین ورکوونکی یوې ماشومې ته د ګوزڼ د ناروغۍ د مخنیوي څاځکي ورکوي.
سید شاه سقیم، مشال راډیو


کندهار
- د افغانستان په جنوبي ولايتونو کې د ګوزڼ د ناروغۍ د مخنیوي څاڅکي ورکول د شنبې پر ورځ پيل شول.

ټاکل شوې، دا کمپاین به درې ورځې دوام وکړي.

د کندهار د عامې روغتيا رياست کارکوونکي وايي چې په دغو درو ورځو کې به ماشومانو ته د دوى د واکسين ورکوونکيو ډلې د کندهار په ګډون د جنوبي ولايتونو په ټولو ولسواليو کې څاڅکي ورکړي.

د کندهار د عامې روغتيا رياست رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي چې د واکسين ورکولو په دغه لړۍ کې به په درو ورځو کې د کندهار۱۳۳۳۰۰۰ ماشومانو ته د ګوزڼ د ناروغۍ د مخنیوي واکسين ورکول شي.

د ده په خبره له دغه واکسين سره دا ځل د ماشومانو په خېټو کې د چينجيانو ضد ګولۍ هم له دوو نيولې تر پینځه کالنو ماشومانو ته ورکول کېږي: (( په دغه کمپاين کې د ماشومانو په خېټو کې د چنجيانو ضد ګولۍ هم لرو چې له دوو څخه تر پېنځو کالو ماشومانو ته ورکول کېږي. ))

داکټر عبدالقيوم پخلا وايي چې د روان کال په لومړيو مياشتو کې په جنوبي ولايتونو کې د ګوزڼ د ناروغۍ ډېرې کمې پېښې شوې دي خو په دې وروستيو کې يې شمېر زیات شوی دی: (( موږ د روان کال په اولو څو مياشتو کې د ټولې حوزې په ګډون ډېر ښه وو د ګوزڼ پېښې ډېرې کمې وې خو په دې وروستيو دوو مياشتو کې دغه پېښې بيا ډېرېږي او د کندهار په شپږو ولسواليو ښار، ډنډ ، شا ولي کوټ ، ميوند او پنجوايي کې ۱۰ تنه په ګوزڼ اخته شوي دي او د هلند په درو ولسواليو، نهر سراج، سنګين او موسا کلا کې نهه پېښې ثبت شوې دي. ))

پخلا د ګوزڼ د پېښو د زياتوالي لاملونه د ټولنې د خلکو نه همکاري، چې خپلو ماشومانو ته دغه واکسين نه ورکوي، د خپلو کارکوونکيو لټي، په جنوبي ولايتونو کې روانه نا امنۍ او د پاکستان له هېواد سره د کندهار او هېلمند پراخه شريکه پوله وبلل چې هر ورځ پرې زرګونه کسان له طبي کتنو پرته اوړي را اوړي.

پخلا د ماشومانو له پلرونو او په جنوبي سيمو کې په جګړو کې له ښکېلو غاړو څخه وغوښتل چې ماشومانو ته دغه واکسين ورکول د هغوى حق دى او دوى يې بايد مخه ونه نيسي: (( دا هيڅ نوع سياسي فعاليت نه دى، په وار وار موږ دا غوښتلي چې دا بايد په سياسي موضوعاتو کې نه ياد او نه راښکېل شي ځکه دا د ماشومانو حق دى او هغوى په پېه هيڅ هم نه پوهيږي بيا د دغه واکسين مخه وونه نيول شي.))

د افغانستان په جنوبي ولايتونو کې تر دې وړاندې هم په ماشومانو کې د ګوزڼ د ناروغيو پېښې ليدلې شوې وې خو دا لومړۍ ځل دى چې په هلمند او کندهار کې ياده ناروغي دومره زيات ماشومان وهي.
XS
SM
MD
LG