د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د توهین رسالت په قانون د امریکا اندېښنې


د اسلامي ګوندونو ملاتړي د توهین رسالت په تور عیسايي مېرمنې اسسیه بي بي ته د سزا ورکولو لباره په کراچي کې لاریون کوي.
۰۳ دسمبر ۲۰۱۰م کال
د اسلامي ګوندونو ملاتړي د توهین رسالت په تور عیسايي مېرمنې اسسیه بي بي ته د سزا ورکولو لباره په کراچي کې لاریون کوي. ۰۳ دسمبر ۲۰۱۰م کال

ژباړه: بشیر ګواښ

د امريکا د بهرنيوو چارو وزارت په نړۍ کې پر مذهبي ازادۍ په خپور کړي رپورت کې د پاکستان د توهين رسالت پر قانون انديښنې ښودلي او ويلي يې دي چې په عراق، روس او ځينو نورو ملکونو کې خلک د خپلو مذهبي چارو په ترسره کولو کې د سختو چيلنحونو يا ننګوونو سره مخامخ دي.

امريکا په دې رپورټ کې سعودي عرب، ايران، ازبکستان او چين د نړۍ هغه هيوادونه ښودلي چې پکې د مذهبي حقونو نشتوالی د ډيرې انديښنې وړ دي. د پاکستان ، چين او عراق په اړه ويل شوي چې خلک د خپلو مذهبي چارو په ترسره کولو کې د ستونزو او چيلنجونو سره مخامخ دي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال مايکل پوزنر د خپل وزارت لخوا د دې رپورټ د خپريدو په موقعه وويل چې په پاکستان کې د توهين رسالت د قانون په اړه انديښنې لري. نوموړی وايي. ((موږ په پاکستان کې د توهين رسالت د قانون او پر عدم برداشت انديښمن يو. همداراز د وزير شهباز بټي او ګورنر سلمان تاثير د وژنې په اړه... خو د دې ترڅنګ د پاکستان حکومت ځينې ګامونه اخيستي دي او موږ ورسره په دې اړه کار کوو چې پر دې مسلو خبرې وشي.))

نوموړي د ازبکستان په اړه وويل چې دغلته خلک د حکومت له خوا د کنټروليدونکو جوماتونو علاوه په بل ځای کې پر مذهب بحث نه شي کولی.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزرات د کلني رپورټ د تفصيل د ښکاره کولو پر مهال د دې هيواد د بهرنيوو چارو وزيرې هيلري کلنټن وويل چې د حکومتونو له خوا د مذهبي ازاديو مخنيوی اقليتونه لا پسې کمزوري کوي او د بنسټ پالنې ترڅنګ فرقه ييزو وژنو ته د خلکو په هڅولو سره د ټولنې د بې ثباتۍ سبب کيږي.. هيلري کلنټن زياته کړه.

((کله چې حکومتونه مذهبي خپلواکۍ ته درناوی، د مدني ټولنو سره د دوه اړخيزه احترام د رامنځته کولو لپاره کار او د مذهبي اقليتونو خلاف تشدد کوونکي کسان عدالتونو ته کش کړي نو دوی به د مذهبي اقليتونو خلاف د نفرت په کمولو کې مرسته وکړي. دوی په دې توګه د بيان د ازادۍ د مخنيوي پرته د نفرت خوروونکو پر ضد د خلکو نظر بدلولی شي. که حکومتونه داسې وکړي نو د برداشت د فضا په رامنځته کولو سره يو ملک لا زيات باثباته، با امنه او پرمختللی کيدلی شي. ))

هيلري کلنټن پر ايران د نيوکو په ترڅ کې وويل چې دغلته حکومت پر سنيانو، احمديانو، بهاييانو او د تصوف پيروکاره مسلمانانو تر څنګ په عيسايانو ، يهودانو او ځينو نورو مذهبي اقليتونو هم سخت فشارونه اچوي.


په دې رپورټ کې د ځينو هغه ګامونه يادونه هم شوې چې امريکا په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ د يقيني کولو لپاره اخيستي دي خو مايکل پوزنر وايي چې د ايران په شان هيواد کې چې د امريکا سره سفارتي اړيکې نه لري، کار ډير ستونزمن دی. هغه وايي.

(( موږ دا انديښنې راپورته کوو او په دې اړه به خبرې کول جاري ساتو. موږ د دې هيواد، شمالي کوريا او ځينو نورو سره چې په دې رپورټ کې يې نومونه راغلي، پيچلي اړيکې لرو خو مهمه دا ده چې هر حکومت معيارونه په پام کې ونيسي. په دې اړه زموږ له خوا غږ پورته کول په دې مانا دی چې په اړونده هيوادونو کې خلکو ته دا يقين ورکړل شي چې امريکا يې اوري او پام ورته کوي.))

د امريکا د بهرنيوو چارو د وزارت له خوا د مذهبي حقونو په اړه خپاره شوي دې رپورټ کې په ځينو يورپي هيوادونو کې پر مسلمانانو د ځينو پابنديوو په اړه هم انديښنې ښودل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG