د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل ۲۰ ساعته نښتې پای ته ورسېدې


د ناټو یو سرتېری له وسلوالو طالبانو سره د نښتې پرمهال په یوې ودانۍ کې له خپل توپک سره تیار ولاړ دی.
د ناټو یو سرتېری له وسلوالو طالبانو سره د نښتې پرمهال په یوې ودانۍ کې له خپل توپک سره تیار ولاړ دی.
په سر ښار کابل کې ، هغه ټول وسلوال برید کوونکي وژل شوي چې پرون کرۍ ورځ تر ناوخته څه نا څه شل ګنټې افغان او نړیوالو ځواکونو د هغوی په له مینځه وړولو کې تېرې کړې.

د نهې ورځ په دغه پروني برید کې د څلور افغان ملي پولیس په ګډون نهه تنه وژل شوي او تر ۲۰ ډېر ژوبل دي.برید په سر ښار کې د امریکا پر سفارتخانې، د نیټو مرکزي دفتر ، او پر نورو حکومتي ودانیو شوی وو.

د افغانستان ولسمشر حامدکرزي پرونۍ ترهګر برید په سختو ټکو وغانده او دا یې د د هیواد د هغو دښمنانانو کار بللی چې د خلکو ژوند ښه کیدل نه غواړي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت پرون د نهې ورځ په کابل کې پرخپل سفارت د حملې په اړه وويل، چې دا پېښه په افغانستان کې د امريکا پر ماموريت هیڅ اغير نشي کولای .

د امريکا د بهرينو چارو وزيرې ميرمن هليري کلنټن وويل، دغه ډول بریدونه واشنګټن نشي ډارولای.هغې پرون خبريالانو ته په خپلو خبرو کې وويل، سخت دريځه جګړه مار، طالبان او د دوی ملګري په پرله پسې توګه هڅه کوي، چې د افغانستان امنيت او پرمختګ ته زيان ورسوي. موږ حالات له نېږدې څارو او د خپلو نويو ژمنو سره مخ ته درومو چې د جنګ ځپلو افغانانو لپاره، چې زښت ډير غمونه يې ګاللي دی د هغوی ماشومانو ته د یوه سمسور راتلونکې لاره هواره کړو.٬٬

سپينه ماڼۍ وايي، ولسمشر بارک اوباما يې په پرونۍ پيښه سرحاله کړی دی.

د امريکا د مرکزي استخباراتو اداري سي. ای. اې ويلي، په کابل کې د امريکا سفارت کارانو ته هیڅ زيان نه دی رسيدلی. خو پټریاس چې په کانګرس کې يې د استخباراتي کميټۍ غړو ته یې خبرې کولې وويل، په دې حملې کې د سفارت څلور افغان کارکونکي ټپيان شوي دي.

ډېوېډ پټرویس د هغو معلوماتو له مخې چې له کابله يې تر لاسه کړي وو او په کابل کې د امريکا سفير راين کراکر ورته ورکړي وو، وويل، په ټپيانو کې يوه وړه نجلۍ وه، چې د امريکا سفارت ته د ويزې د اخيستو لپاره ورغلې وه.

د امریکا د دفاع وزات وايي، د ا حمله به له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ويستلو بهير له خنډ سره مخامخ نه کړي او وبه نه ځنډيږي.

دفاع وزارت وياند جورج لیټل وويل، په هيڅ وجه به افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د سپارلو په برخه کې زموږ په ژمنو کې بدلون رانه شي.٬٬

وسلوالو طالبانو د دغو حملو مسوولیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې هدف یې د ملي امنیت ادارې، د ناټو ځواکونو عمومي قومندانۍ او د امریکا سفارت و.

په کابل کې پرونۍ برید په څه کم یوه میاشت موده کې دننه ده دویم لوی هغه دی .د تېر اګست په نیمایي کې هم ځانمرګو برید کونکو په پلازمېنه کې پر بریټیش کونسل برید کړی وو.
XS
SM
MD
LG