د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې زمکې ډېرې ګرانې شوې دي


د خوست ښار یو ننداره
د خوست ښار یو ننداره
نقيب الله متونوال خوست

د افغانستان په خوست ولایت کې د ډېرو نورو ولایتونو پرتله اقتصادي وضعه ښه او ډیری ځوانان یې په خلیج هېوادونوکې مزدوري کوي او ډېرشمېریې اروپا او امریکا ته هم تللي، چې دوی هلته ګټلي پیسې خپلوکورنیوته رالیږي خو د لته د دې پیسو لپاره د پانګې اچونې او یا هم د تجارت هغسې زمینې نه دي برابرې، چې دوی خپلې پیسې پکې ولګوي.

نو له همدې امله خلکو زیات د ځمکو، کورونو او جايدادونو ا خيستلو ته مخه کړي، چې په دې سره حتی د خوست ښار له لس کیلومترۍ ورها خوا هم یو جریب ځمکه له پنځوس لکه پاکستانۍ کلدارو په زياته بيه خرڅیږي.

دې سره ځینې زورواکي او درغل کسان دولتي ځمکې په دې نوم چې ځمکه یې خپله او يا قومي برخه ده په خلکو خرڅوي. خو ورسره دا خبره هم کوي چې د هر چا د دعوې ضمه واردی خو د حکومت ضمه نه وهي ، دا ډول معاملې اکثره په کلیو کې ترسره کیږي او رسمي بڼه نلري.

په دې اړه د خوست دوه تنه اوسیدونکي وایې چې دا ډول معاملې یې ډېرې لیدلي خو زیاتوي، چې دا ډول معاملې چې غیرقانوني ترسره کیږي وروسته د شخړو او جګړو باعث هم کیږي.
د خوست ښاروالۍ یو تن چارواکی اینجینر یوسف وایې چې دولتي ځمکې به هرومرو یووخت بېرته دولت ته سپارل کیږي خوهغه ځمکې چې شخصي دي هغه هم د ښارپه درې کیلومترۍ کې د دولت د ماسټرپلان لاندې او خلک باید په دې اړه په خپلو معاملوکې دولتي قوانین په نظرکې ونیسي.

ده وویل (( نه یوازې دولتي ځمکې بلکه د خلکو هغه شخصي ځمکې هم چې د ښار په درې کیلومترۍ کې واقع دي خلک باید ابادي ونکړي ځکه دا ځمکې د ماسټرپلان لاندې دي او د نقشې له مخې به ښار لوییږي او په هغه صورت کې کیدای شي دا ځمکې د دولت ملکیت شي او خلکوته یې معوضه ورکړل شي.))

د خوست په ښارکې د معاملاتو لارښوونې یا پراپرټي ډیلر د یوه دفترمسؤول وایې، چې رښتیا هم په خوست ښارکې ځمکې ډېرې قېمتي شوي نوهرڅوک کوښښ کوي چې دا ځمکې ترلاسه او په نورو یې خرڅې کړي.

نوموړي وویل (( مونږ یوازې هغه ځمکې اخلو یا خرڅوو او یایې معامله کوو چې هغوي قانوني اسناد او قبالې ولري. مونږد هغوځمکومعاملې نه کوو چې په زوره نیول شوي او یا دولتي ځمکې دي.((

د خوست ولایت مقام ویاند مبارزځدراڼ وایې چې دوی د ځمکود غصب پروړاندې کلکه مبارزه پیل کړي او دا لړۍ دوام لري ، هېچاته به هم دولتي ځمکه چې په زوراو یا چل ول یې نیولي وي ورپاتې نشي.


مبارزځدراڼ زياته کړه ))د خوست ولایتي ادارې د ځمکو د غصب پروړاندې کلکه مبارزه پیل کړي چې په دې لړکې ډیری ځمکې د غاصبینوله منګولو خلاصې شوي او دا لړۍ دوام لري. د دې ترڅنګ مونږ خلکوته خبرداری ورکوو چې دولتي ځمکې وانه خلي او په راتلونکي کې به دوی هم مسؤول وګڼل شي.))
XS
SM
MD
LG