د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فخر افغان باچا خان مزار به کله جوړېږي؟


تاریخ او تاریخي شخصیتونه ملي اثاثه وي چې د راتلونکو نسلونو لپاره خوندی وساتل شي.خو.............................
تاریخ او تاریخي شخصیتونه ملي اثاثه وي چې د راتلونکو نسلونو لپاره خوندی وساتل شي.خو.............................
بازمحمد - جلال آباد

که له يوه پلوه د جلال اباد ښار اوسيدونکي په دې خوښ دي، چې د خدايي خدمتګار د تحريک باني او د عدم تشدد د فلسفې سالار باچا خان په جلال اباد کې ښخ دى، خو له بله پلوه په دې انديښمن دي چې په تيرو څلرويشتو کلونو کې د نوموړي په مزار ګنبد جوړ نه کړى شو.

شاعر او ليکوال امرالله اميد وايي چې د باچا خان د مزار په ليدو ځوريږي او تمه لري چې د جوړيدو چارې يې پيل او ژر تر ژره تر سره شي. دى وايي،باچا خان د سيمې له پاره يوه ډيره لويه هستي وه، خو اوس چې موږ په جلال اباد کې د ده د مقبرې حالت ګورو سړى ځوريږي. پخوا چې د دې مزار د ګنبدې د جوړيدو کار پيل شوى و، هغه همداسې نيمګړى پاتې دى دا خو بايد چې سر ته ورسيږي. ځکه چې دا يوازې د ننګرهاريانو غوښتنه نه ده، د ټولو پښتنو غوښتنه هم ده، بلکې د سيمې په خلکو کې يې لوى ځاى درلوده. زه تمه لرم چې په مزار يې د ګنبدې چارې پيل او تر سره شي.٬٬
يو ځل د باچاخان د مزار په جوړيدو لاس پورې شو چې د کار تر پيليدو دوه اونى وروسته د هغه ټيکه دار وتښتيدو

د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي استاد مل شينوارى د افغانستان او پښتونخوا له حکومتونو غواړي چې د باچا خان مقبره دې د هغه له شان سره سمه جوړې کړى شي، په افغانستان کې د ډيرو مصنوعي شخصيتونو مقبرې په اساسي توګه جوړې شوې، خو متاسفانه چې د باچا خان مقبره تر اوسه پورې نه ده جوړه شوې او په ډير بد حال کې ده. زما غوښتنه د افغانستان د حکومت د اطلاعات او فرهنګ له وزارت نه او په ځانګړې توګه د ننګرهار له ادارې نه دا ده چې د هغه مقبره دې د هغه د شخصيت د تناسب سره په ښکلي شکل جوړه کړي. ورسره د پښتونخوا له صوبايي حکومت نه هم غوښتنه کوم چې باچا خان زموږ او د دوى شريک و، موږ او موږ شريک خلک يو. هغوى ژمنه کړې وه چې دغه مقبره به په اساسي توګه جوړوي له هغوى نه هم هيله کوم چې دغه مقبره جوړه کړي.٬٬

باچا خان او ګاندي ، د عدم تشدد فلسفې بانیان

د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست وياند محمد اصف شينوارى وايي چې پښتانه دې د باچا خان د همسيالو له مقبرې څخه الهام واخلي او د خپل ستر مشر مزار دې جوړ کړي، په ډير افسوس سره بايد ووايم چې نه يوازې دا چې د پښتونخوا حکومت د باچا خان د مزار په جوړيدو کې بې غوري وکړه، بلکې د هغه کورنۍ هم بې غوري کړې ده. زما هيله د پښتونخوا له حکومت نه دا ده چې د باچا خان له نامه نه استفاده کوي نو مهرباني دې وکړي مزار دې هم جوړ کړي. دوى دې د باچا خان له نورو همسيالو لکه ګاندي، مصطفی اتاترک، مجيب الرحمن او جمال عبدالناصر نه الهام واخلي. د نفوسو په لحاظ هندوستان د ټولې نړۍ په سر کې دى. خو د ټولو په ژبه ګاندي دى. د ګاندي فلسفه د ښوونځي له اول ټولګي نه پيليږي تر پوهنتونه پورې. خلک د ګاندې په فلسفه کې ماسټري او پي ايچ ډي کوي، خو متاسفانه د باچا خان فلسفه ورځ تر بلې د ورکيدو او زوال په حال کې ده.٬٬

د خلکو د دې غوښتنې په وړاندې د ننګرهار ولايت د اطلاعات او فرهنګ ريس اورنګ صميم وايي، له بده مرغه چې د باچا خان مقبره له هماغه اوله تر اوسه پورې ويجاړه پرته ده. په دې اړه د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست ته دنده نه ده سپارل شوې. ويل کيږي چې د باچا خان کورنۍ او د هغه د سياست د ډګر ژمنوالو د افغانستان حکومت ته دا وړانديز کړى و چې مقبره به هغوى جوړوي. د ډاکتر نجيب الله په وخت کې په دې مقبرې څه کار شوى و خو بيا چې له هماغه وخت څخه دريدلى دى تراوسه ولاړ دى. خو که د دوى کورنۍ د باچا خان سره مينه لري او دا وياړ ځان ته ګټي، نو په کآر ده چې دغه مزار دې ژر تر ژره جوړ کړي.٬٬
باچا خان چې تل یې د نیمې وچې د ولسونو لپاره بې له نسلي توپیره مبارزه کړې

دى زياتوي چې که د پښتونخوا حکومت د باچا خان د مزار په جوړيدو کې ځان پاتې ګڼي، نو د افغانستان حکومت ته دې واک ورکړي چې د هغه د مزار ګنبده په اساسي توګه جوړه کړي، باچاخان يوې کورنۍ ته منسوب شخص نه دى. په ځانګړې توګه پښتون قوم او افغانستان ته منسوب او مربوط شخصيت دى. نو زما هيله داده چې د افغانستان حکومت ته دې د هغه د مقبرې د جوړيدو چارې وسپاري. او که بيا په دې برخه کې بيا هم له زلمو نه پوره نه وه نو د ننګرهار فرهنګيان او ژورنالستان او دغه شان قومي مشران او علما کرام او ټول مخور شخصيتونه دې ته حاظر دي چې دا مقبره په خپله شخصي پانګه جوړه کړي.٬٬

د يادولو ده چې باچا خان په ١٩٨٧ کال د پيښور په ليډي ريډينګ هسپتال کې وفات شو چې د هغه له وصيت سره سم د هغه جسد جلال اباد ته راوړل شو چې په جنازه کې يې د هاغه وخت د افغانستان جمهور ریس ډاکټر نجيب الله او د نړۍ یو شمیر لویو شخصیتونو هم ګډون کړي و. او د تدفين نه دوه اونى وروسته د افغانستان د حکومت له خوا د باچا خان د مزار د ګنبدې د جوړيدو چارې په اساسي توګه پيل شوې وې، خو په افغانستان کې د مجاهدينو د حکومت له راتلو سره د هغه د مزار د جوړيدو چارې په ټپه دريدلې وې. کله چې په افغانستان کې د نړيوالو په مرسته بدلون راغى نو د ولسمشر حامد کرزي د حکومت په دويم کال د باچا خان ترسټ نه يو پلاوى د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر او سېنېټر افراسياب خټک په مشرى راغلل د ننګرهار چارواکو سره موافقې ته ورسيدل. د مزار د ګنبد او باچا خان ټرسټ تيږه يې هم په جلال اباد کې کيښوده. يو ځل بيا د مزار په جوړيدو لاس پورې شو چې د کار تر پيليدو دوه اونى وروسته د هغه ټيکه دار وتښتيدو کوم ته چې د مزارد ګنبد او باچا خان ټرسټ د جوړيدو چارې سپارل شوې وې.
XS
SM
MD
LG