د لاسرسي ځای

تازه خبر

له مصر سره په سوله ټینګ ولاړ یو.اسراییل


مظاهره چيانو په ۹ سپټمبر ۲۰۱۱م کال د اسرایيلي سفارتخانې بهرنۍ حفاظتي دېوال ونړولو او دسفارتخانې دستاويزات يې له کړکۍ د باندي وغورځول .
مظاهره چيانو په ۹ سپټمبر ۲۰۱۱م کال د اسرایيلي سفارتخانې بهرنۍ حفاظتي دېوال ونړولو او دسفارتخانې دستاويزات يې له کړکۍ د باندي وغورځول .
اسرایيلي وزيراعظم بين يامين نتن ياهو ويلي دي په داسې حال کې چې په قاهره کې د بلوو له کبله د دوی سفارتخانه خالي کړی شوېده خودوی به له مصر سره خپلې درې لسيزه پخوانۍ سولې ته داوام ورکوي.

اسرايیلي وزيراعظم په قاهره کې د مظاهره چيانو لخوا د اسرايل په سفارتخانه بريد یوه جدي پيښه وبلله . خو نوموړي زياته کړې که چري بلوه ګرد سفارتخاني دننه عملي ته رسيدلي وای نو لا نور زیان به یې اړولی وای.

په سفارتخانه د بريد کونکو مظاهره چيانو او پوليسو ترمنځ په نښتو کي په لسګونه کسان ژوبل شوي دي.

دا نښتي د تيرې جمعي په ورځ هغه وخت رامنځ ته شوې کله چې مظاهره چيانو د اسرایيلي سفارتخانې بهرنۍ حفاظتي دېوال ونړولو او د سفارتخانې دستاويزات يې له کړکۍ د باندي وغورځول خو پوليسو په پيل کې مداخله ونه کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG