د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د لوړو ودانیو کار په چټکۍ روان دی


د خوست په ښار کې یوه لوړه ودانۍ
د خوست په ښار کې یوه لوړه ودانۍ
نقیب الله متونوال، مشال راډیو

خوست
- په دې وروستیو کې په خوست کې د لوړپوړیزو ودانیو او مارکېټونو جوړولو کار په چټکۍ سره روان دی او په لسګونه دا ډول ودانۍ جوړې شوي هم دي.


خوښاریان شکایت کوي، چې دا ودانۍ هغه اسنتیاوي نه لري چې د یوې لوړ پوړیزې ودانۍ لپاره اړینې وي.


په دې اړه د خوست څو تنه اوسیدونکي، چې په همدا ډول ودانیو او مارکېټونو کې استوګنه او دوکانونه لري وایې، چې د مارکېټونو خاوندان دا په پام کې نه نیسي چې مارکېټونه پارکېنګ او یا په دننه کې د اوبو او تشنابونو سهولت ولري او په داسې حال کې دوی له ستونزو سره مخامخ کیږي.


د ښاریانو د دې ستونزو په اړه په خوست کې د ښارجوړونې ریاست سرپرست اینجینرمحمد یوسف په ځواب کې وايي، چې دوی یوازې پلان جوړوي او پلي کول یې د ښاروالۍ له خوا ترسره کیږي.


ده وویل: ((موږ دې خلکوته چې په خپل سرلوړ پوړیزې ودانۍ یا مارکېټونه جوړوي خبرورکړی او زموږ وزارت یوازې پلان جوړوي او دوی ته نقشې برابروي او پاتې کارونه یې ښاروالۍ پرمخ وړي او دا ودانۍ باید په راتلوونکي کې د ماسټرپلان خنډ نشي.))


خو د خوست ښاروالۍ مرستیال اینجینرمحمد شریف وایې چې دوی د مارکېټونوخاوندانوته هم خبرداری ورکړی او له امنیتي ارګانونو یې هم غوښتنه کړي چې د دا ډول خپلسرو لوړپوړیزو ودانیو او مارکېټونو جوړولو مخه ونیسي.


شریف زياته کړه: ((دا ودانۍ د استوګنې کورنه دي ، تجارتي ساحې او مارکېټونه، نه دي او دا خلک غیرقانوني کارکوي. مونږدوی ته خبرورکړی چې خپل کارونه ودروي او له امنیتي ځواکونوموهم غوښتنه کړي، چې د خپلسرو ودانیو د جوړولو په مخنیوي کې له مونږه سره مرسته وکړي.))


د یادونې ده چې که په ښارکې دا ډول ودانۍ جوړې اوزیاتې شي، چې وړاسانیتاوې ونه لري په راتلونکي کې به یې ورانول او د نویو نقشو پلي کول یوه بله لويه ستونزه وي.
XS
SM
MD
LG