د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۱۱م سپټمبر د کالیزې په ترځ کې د بریدونو خطر


د امریکا په نیو یارک کې د ازادۍ مینار، د ۱۱م سپټمبر د پېښو له ځای سره جوړ کړل شوی دی.
د امریکا په نیو یارک کې د ازادۍ مینار، د ۱۱م سپټمبر د پېښو له ځای سره جوړ کړل شوی دی.
بوریوال کاکړ، مشال راډیو

پراګ
- د امریکا د کورني امنیت د ادارې ویاند مېټ چانډلر ویلي د ۱۱م سپټمبر د بریدونو تر کالیزې یواځې ورځې وړاندې یې د ترهګرۍ د ګواښونو په اړه باوري خو نا تايید شوي مالومات ترلاسه کړې دي.

د هغه په خبره د ترهګرۍ دا ګواښونه دومره ول چې له پامه نه شي غورځول کېدای.

د نیویارک ښاروال مایکل بلوم برګ وايي په دې ښار کې د خلکو د خوندي ساتلو لپاره اضافي ځواکونه ځاي پر ځای کوي.

د هغو مالوماتو له مخې چې په پاکستان کې د اسامه بن لادن له کوره ترلاسه شوي ول، القاعده پلان درلود چې د ۱۱م سپټمبر د لسمې کالیزې پر مهال پر امریکا بریدونه وکړي.

د ۱۱م سپټمبر د کالیزې له را رسېدو سره د نیویارک او واشنګټن په ګډون په ټوله امریکا کې سخت امنیتي ګامونه اخیستل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG