د لاسرسي ځای

تازه خبر

قذافي نیجر ته له تېښتېدو انکار کړی


د لیبیا مشر معمر قذافي د شام له یوه ټیلي ویژن سره په پیته شوي پیغام کې ويلې چې نیجر ته د هغه د تېښتېدو خبر د نفسیاتي جنګ برخخه ده.
د لیبیا مشر معمر قذافي د شام له یوه ټیلي ویژن سره په پیته شوي پیغام کې ويلې چې نیجر ته د هغه د تېښتېدو خبر د نفسیاتي جنګ برخخه ده.
د ليبيا پخواني مشر معمر قدافی هغه ګنګوسي رد کړې دي چې دوی نيجر هیواد ته تښتېدلیدی.

د شام يو ټيلي ويژن اري قربا سره په ټيلي فوني خبرو کې هغه وویل چې نيجر ته د تښتېدو رپورټونه نفسياتي جنګ دی او دا دروغ دی .هغه وویل ،د لیبییا ټول جنګيالي ولس ته وایم چې د ليبیيا خاروه د دوی او دوی د نيکونو ده. هغه څوک چې دا ستاسو خاروه له تاسو اخلي هغوی خارجيان دي، د کرایې پوځيان دي او د یوې مخصوصه مودې لپاره په دې هيواد کې پاته کيدل غواړي او هڅې کوي چې له تاسو د نيکونو زمکه ونيسي خو دا ممکنه نه ده

بلخوا نيجر چارواکي وايي چې د قذافی له راتګ وروستو به فيصله وکړي چې ايا هغوی ته پناه ورکړي او که نه.

د امريکا ددفاع وزارت وايي چې دوی ته لا تراوسه نه ده معلومه چې قذافی په ليبيا کې دی او که تښتېدلی دی .

په عین حال کې د لیبیا قامي عبوري شورا ګاونډي هیواد نیجیر ته استازي لېږلي دي چې د معمر قذافي او د هغه د ملګرو مخه ونیسي چې له انصاف څخه ونه تښتي.

رپوټونه وايي چې د لیبیا لنډمهاله واکمنو د معمر قذافي وروستي مضبوط مرکز بن ولید ته نور ځواکونه ورلېږلي دي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG