د ملګرو ملتونو نړيوال جنايي عدالت د يوګوسلاويه پخواني پوځي مشر مومڅيلو پېريسيڅ د ۱۹۹۰ په لسيزه کي د بالکن جنګونو پر مهال په بوسنيا او کروشيا کي د ولسي وګړو په وژنو، شکنجه کولو او بريدونو کي ککړ ګرځولی او د ۲۷ کلونو د بند سزا يې ورته اورولې ده.
نن په هېګ کي د جرايمو نړيوال عدالت ۶۷ کلن پېريسيڅ په دې هم ککړ وګرځوی چي په بوسنيا او کروشیيا کې جرايمو ته د لار هوارولو لپاره اقتصادي او مالي مرسته کړې وه چي په ترڅ کي يې د سرايوو د ۴۲ اونيو د محاصرې پر مهال څه باندي ۸۰۰۰ مسلمانان وژل شوي وو