روس د ليبيا د لنډ مهالې ملي شورا حيثیت په رسمی توګه منلی دی. دا اعلان په داسې حال شوی چې نن د فرانس سرښار پيریس کې د ليبيا د مستقبل په اړه د ۶۰ هيوادنو مشران او د لنډ مهالې ملي شورا سفارتکاران غونډه کوي.
د ليبيا د رابطې غونډه کې به د ګنګل شویو شتمنیو د خلاصه ولو په اړه خبرې وشي.
د فرانس ولسمشر نکولای سارغکوزي او د بریتانییا وزيراعظم ډيويډ کيمرون به ددي غونډي ګډ کوربه توب کوي.او د ليبيا د لنډمهالې ملي شورا يو لوړ پوری چارواکي به هم په دې غونډه کې ګدون وکړی.
د لیبییا ياغيان وايي چې د هيواد زيات تره برخې یې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.او اوس د یوه د مستحکم حکومت جوړلو لپاره د ۵ اربه ډالرو ضرورت لری.
دا غوڼده په داسي مهال کيږي چې د معمر قدافي دوه زامنو لخوا متضاد پيغامونو خپره شوي دي. سيف الاسلام د شام ټيلي ويژن اريا نه خپور شوي پیته شوي پيغام کې د جنګ جاري ساتلو هوډ څرګند کړی دی .
سيف الاسلام ياغيانو ته خبرداری ورکړی دی چې د سرت ښار د دفاع لپاره شل زره د قدافي وفادار جنګیالي د جګړې لپاره تيار دي.
ياغيانو هم هوډ کړی که چرې د ستمبر تر دريمې نيټې پورې قدافي تسلیم نه شو نو پر په سرت ښار به د لويې کچې حمله کوي.
بلخوا د قدافی بل زوی سعادي وايي دوي د ليبيا د لنډمهالې انتقالي شورا سره رابطه کړېده چې د ويني تويدل دي بند شي. سعادی العربيیه ټيلي ويژن ته ويلي دي دوی ته د خبرو واک خپل پلار ورکړی دی .
په طرابلس کې د ليبيا ياغيانو مشر عبدل حکيم بلهادي له رائټرز خبری اژانس سره په مرکه کې ويلي سعادي غواړي د خوندیتوب په ضمانت په لنډمهالې ملي شورا کې شامل شي .
تر دې وړاندی د امريکا ټيلي ويژن سي اين اين د سعادی لخوا د نه تسلیمېدو رپورټ خپور کړی وو.