د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکي پوځیانو په وژنه ککړ البانوی په جرمني کې عدالت مخامخېږي


د هغه بس دی چې په خټه جرمن البانوي ۲۱ کلن ځوان د جرمني په فرېنکفرټ کې پر امریکايي پوځيانو برید کړی وو او دوه عسکر یې وژلي وو.د تصویر نېټه ۲م مارچ ۲۰۱۱ م کال
د هغه بس دی چې په خټه جرمن البانوي ۲۱ کلن ځوان د جرمني په فرېنکفرټ کې پر امریکايي پوځيانو برید کړی وو او دوه عسکر یې وژلي وو.د تصویر نېټه ۲م مارچ ۲۰۱۱ م کال
د کوسوو یو البانوی وګړی چې د مارچ په میاشت کې د جرمني په فرینک فرټ هوایي میدان کې د امریکایی هوایی ځواکونو د دوو کسانو د وژنې لپاره تورن دی، نن به په جرمني کې عدالت ته وړاندې کيږي.

21 کلن ایریډ اوکا چې نسلي اعتبار سره د کوسووو البانوی دی ، په جرمني کې یې زیږېدلی دی ، او د دوه کسانو د وژلو او د دریم د وژلو په هڅه تورن دی. په دې کړنه هغه ته د عمر قید سزا ورکول کېدای شي.

څارنوالان وایي، اوکا د دویم مارچ د پيښې اقرار کړی چې په هغه امریکایانو یي په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د روان مشن په بدل کې ډزې کړې وې. څارنوالان زیاتوي د دې څه ثبوت نشته چې آيا دی له کومې تره ګرې ډلې سره تړاؤ لري او که څنګه؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG